نړۍ

یو فلسطیني دوه یهودان په چاړه وهلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي۵مه ۱۳۹۳ل): نن د جمعې په ورځ د اسراییلو امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې د القدس ښار په ختیځه څنډه کې د پخواني کلي په سیمه کې یوه فلسطیني دوه اسراییلیان په چړو وهلي او ټپيان کړي یې دي.

د اسراییلو پولیسو ویاندې ویلي چې یو اسراییلی په غاړه او بل په لاس ټپی شوی، او برید ګر په تیښته بریالی شوی دی، چې د پلټني په موخه یې د ختیځ قدس په ټوله سیمه کې سختې پلټنې روانې دي.

باید وویل شي چې تیره ورځ هم د اسرائیل پوځي چارواکو په یوه بیان کې وویل چې د یهودانو په موټر یو لاسي بم غورځول شوی، چې له کبله یې یوه انجلۍ شدیده سوځېدلې ده، او پلار یې هم ټپي شوی دی.

د القدس الشرقیه یا ختیځ قدس یهودانو په کال 1967 کې اشغال کړی، او خپل د مزعوم هیواد یوه برخه یې ګرځولې. یهودانو په دغه سیمه کې په پراخه پيمانه یهودان اباد کړي دي، د سیمي اصلي اوسیدونکو څخه یې اقلیت جوړ کړی، او وخت په وخت یې تنګوي، جګړې ورسره کوي، کاروبارونه یې په یوه او بله بهانه ور تړي، او کوشش کوي چې فلسطینیان د خپلو سیمو څخه هجرت وکړي، او هیواد ټول دوی ته ورپاته شي.
په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو په شمول ټولي نړیوالي ادارې او حکومتونه د اسرائیلو دا کړني غندلي او غیر قانوني او غیر شرعي یې بولي، خو بیا هم القدس په شمول د لویدیځي تړانګې ټولو برخو کې د یهودانو ابادونه د اسراییل د هر حکومت د مهمو ایجنډاو څخه شمېرل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x