نړۍ

اسلام اباد یوې محکمې د لال مسجد خطیب د نیولو امر کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي۵مه ۱۳۹۳ل): د پېښور د برید وروسته د لال مسجد خطیب مولاناعبدالعزیز وویل چې نه خو دغه برید غندي او نه يې وژل شوو ته شهیدان وايي، نوموړي د برید پر سبا یو تلویزون سره په مرکه کې د خپلو خبرو سپیناوی وکړ او ویې ویل چې دی د پېښور برید تر څنګ په وزیرستان، خیبرایجنسۍ او نورو سیمو کې د پاکستان د پوځ بمبارونه هم غندي.

د مولانا عبدالعزیز د وروستیو څرګندونو سربېره یو شمېر مدني ټولنو له دې امله د نوموړي پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ولې یې د پېښور برید نه دی غندلی.

ډان نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور پر اساس د اسلام اباد ځايي محکمې قاضي ثاقب جواد د ګواښنده بیانونو له کبله د نوموړي نیولو امر کړی دی.

نن د /مرغومي ۵مه/ پولیس محکمې ته حاضر شول او ویې ویل چې د مولانا عبدالعزیز پر ضد مدني ټولنې دعوه کړې او دوی ته دې د نوموړي د نیولو اجازت ورکړي چې د پولیسو د وینا وروسته محکمې د نوموړي د نیولو امر وکړ.

بل پلو د لال مسجد د شهیدانو بنسټ ویاند حافظ احتشام ویلي چې مولانا عبدالعزیز پریکړه کړې چې پولیسو ته به ځان نه سپاري او که د نیولو کوښښ یې وشو نو مقابله به ورسره کیږي.

حافظ احتشام زیاته کړې چې حکومت دې لومړی عمران خان او طاهرالقادري ونیسي.

مولانا عبدالعزیز تر دې وړاندې له ایکسپریس تلویزون سره په خبرو کې ویلي و چې د نوموړي خبرې اوړول شوي او دی د پېښور د برید تر څنګ د ټولو هغو بریدونو غندنه کوي چې بېګناه وګړي په کې وژل شوي.

نوموړي له هغې وروسته چې مهاجرو قومي غورځنګ مشر الطاف حسین خپلو پلویانو ته د لال مسجد د سوځولو امر وکړ، په یوې ویدیويي پيغام کې د الطاف حسین پر څرګندونو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې څوک مسجد سوځوي حشر به يې د پخواني ولسمشر پرویز مشرف په څېر وي.

مولانا عبدالعزیز په دغه ویډيويي پیغام کې حکومت او دیني ګوندونو نیوکه وکړله چې ولې د هغو کسانو پر ضد چې د جوماتونو د ورانولو او سوځولو امر کوي، اقدام نه کوي.

مولانا عبدالعزیز زیاته کړې چې د جومات څخه د دفاع په خاطر يې مور، پلار، ورور او نور خپلوان «شهیدان» شوي او دی هم په دغه لاره کې مرګ ته تیار دی.

د لال مسجد خطیب له ډيرو هغو کمو کسانو څخه دی چې د پاکستان پر پوځ نیوکې کوي. نوموړی د وزیرستان، خیبرایجنسۍ، باجوړ، مومندو او نورو سیمو کې د پاکستان د پوځ عملیات ناسم ګڼی او بمبارۍ یې محکوموي. مولانا عبدالعزیز پر خلکو غږ کوي چې دوه ډوله دریځ دې نه نیسي، جنایت چې هر څوک کوي باید جنایت ورته ووايي او غندنه یې وشي.

د یادونې وړ ده چې پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال د لال مسحد او جامعه حفصه پر ضد پوځي عملیات پیل شول چې له امله يې زرګونه انجونې، ځوانان، سپين ګیري او ښځې ووژل شول.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

د مور شیدی دی شی دهغه ته وایی عالم واقعا چی دی لال مسجد د غیرت واقعه یی بیا را ژوندی کړه او په حق کی یی بی غیرتی ونه کړه او حق ظاهر کړ وروڼو واقعا چی په اسلام کی د ښځو او ماشومانو د وژلو اجازه نشته خو کله چی هغوی (د پاکستان فوج) په مکرر ډول د وزیرستان د خلکو ښځی او ماشومان په ډرون او خپلو بی رحمانه بمباریو وژنی او له خپل کور او سیمی نه په ایستلو یی اړ باسی تر څو عزت یی په هر ځای کی لیلام شی نو مقابل لوری ته… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

ښه ده چی د پاکستان اصلیت اوس معلوم شو خو ای کاش چی ۳۵ کاله مخکی پری مونږ پوه وایی چی اوس دا بد بختی د منطقی ته نه وای راغلی

ډاکتر احمدی

دی عالم اودوی په شان پاکستانی مسلمانانو ته دی خدای د دنیا او اخرت عزت ورکړی

زما دولت ددوی د شبکی او خبیث حکومت نه دی چی غلط برداشت ونشی ورونو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x