نظــر

استاذ او یو زر او یو مګر

لیکوال: جمال نورخېل

استاذ محمد زمان مزمل د هېواد یوه سیاسي او فرهنګي سټه ده. د شوروي اتحاد په وړاندې یې عملا په جهاد کې برخه اخیستې ده. د حکمتیار د حزب اسلامي له مخکښو څېرو څخه و، آن د حزب اسلامي د مشرۍ لپاره یې خپله له حکمتیار سره ډغرې وهلې دي. ویل کېږي چې د حکمتیار د سیاستونو له امله نوموړي اوس لاره ور سره جلا کړې ده.

د استاذ لیکنې خوند را کوي، او په غور یې لولم؛ ځکه چې لنډې وي. د موضوع زړه را سپړي، او بل الفاظ یې له معناوو ډک وي، که څه هم چې کله کله معناوې د الفاظو په مورګو را اوړي.

استاذ له څه وخت راهیسې د ( طالبان او لس مګره ) لړۍ پیل کړې وه. په دې کې هیڅوک شک نه لري، آن کېدای شي طالبان خپله هم، چې د استاذ قلم واقعیتونه او حقایق لیکلي، مګر …

په ۲۰۰۳ م کې یوه شپه شهید امیر بیت الله زمونږ مرکز ته راغی، زمونږ د سنګر قوماندان ته یې کړل: پاکستاني پوځ په قاري صیب طاهر جان کړۍ ډېره تنګه کړې ده، اته ورځې کېږي چې د قاري صیب مجاهدینو نه څه خوړلي او نه یې څه څښلي! خو له دې سره سره مقاومت کوي! ځینې مشران له قاري صیب سره د ځینو اختلافاتو له امله مرسته نه کوي! ستاسو دريځ څه دی؟

زمونږ د مرکز مشر چې داسې ځواب ورکړ: طاهر جان نه پرېږدم! هرو مرو به حساب ور سره کوم! خو اوس چې له ګډ دښمن سره لاس او ګرېوان دی، غچ اخیستل ترې ناځواني ده. یوازې پرېښودل یې نه شرعا روا دي او نه عقلا. هر رنګه مرسته چې زما په وس پوره وي، ورسره کوم یې، که مالي مرستې ته اړتیا لري، او که مجاهدین غواړي! خو کله چې حالات ښه شول، بیا زه له طاهر جان سره حساب لرم!

نوموړې خبره په همغه مجلس کې زما په زړه کیناسته، او تر ننه مې په ذهن کې ټینګه پاتې ده. داسې چې د هر داخلي اختلاف پر مهال مې سترګو ته نېغه ودري.

استاذ خو د مګرونو لړۍ پیل کړې، الله دې وکړي چې مګرونه یوازې همدا لس نه شي، او نه هم یوازې تر طالبانو پورې وي. له طالبانو مخکې او وروسته ډېر څه شوي، او لا کېږي، چې استاذ به یې په اړه هرو مرو مفصل او مستند معلومات لري؛ ځکه چې د پېښو په منځ کې پاتې شوی.
استاذ په حقیقت کې د افغان مظلوم ولس د پنځه دیرش کلنو را روانو ناخوالو او ناورینونو یو ژوندی او مستند تاریخ دی، په ځانګړي ډول د تېر جهاد، له همدې کبله استاذ ته پرته له ټوکې زما د زړه خبره او مشوره ده، چې راسته یې ولیکي، لکه راسته یې چې لولي! په دې توګه به یو اوسنی نسل د تېرو مشرانو او کشرانو له تېروتنو پند واخلي، بل به د راتلونکو نسلونو لپاره تاریخ شي. او په پای کې به د طالبانو په اړه د استاذ د لسو مګرونو وزن زر مګره شي.

که داسې شي چې استاذ له خیره دا لړۍ پسې وغځوي، پښتو ادبیات به هم د عربي او فارسي ادبیاتو په څېر الف لیله ولیله ( هزار ویک شب ) ولري، خو چې سرلیک یې ( یو زر او یو مګر ) شي. او تر منځ به یې لوی توپیر دا وي چې الف لیله ولیله ( هزار ویک شب ) خو خیالي کیسې دي، ( یو زر او یو مګر ) به ريښتیني حقایق وي.

الله جل جلاله دې د استاذ په ګوتو او عمر کې برکت واچوي چې ټول، ( یو زر او یو مګر ) په خپلو سترګو ووینو. آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابواحمد

جمال صاب! احترامات ومنئ : سل په سله درسره موافق یو،الله پاک دی وکړي چی استاذصاب وخت ولري اودالړۍ جاري وساتلای شي، لوی الله دی ګران استاذته ډیرعمراوښه صحت ورکړي آمین

بلال

سلامونه جمال صاحب!
زه چې تر کوم ځایه خبر یم، استاد دا لړۍ په ټولو پسې پېل کړې ده. له دې نه پس یې د دې تر عنوان لاندې (د وال سټریټ ایله جار او د امریکا پراشوټي سیکولرانو) د امریکا نه راغلیو سیکولرانو پسې لیکلې، بیا یې د کمونستانو او بیا یې د مجاهدینو پسې…. چې په وار وار به له ژمن ويپ پاڼې نه نشر شي.

په درنښت

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x