افغانستان

د افغانستان په ختیځه کې د بهرني ځواکونو یوه چورلکه لویدلې

copter_afgنن ټکی آسیا: بهرنیو ځواکونو ویلي چي تیره ورځ ددوی یوه چورلکه د افغانستان په ختیځ کې را لویدلي چي له کبله يې یو تن بهرنی سرتیری وژل شوی دی.

دا خبر په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کې ورکړی، خو ورسره زیاته کړې ده چي د چورلکي د را غورځیدو په وخت کې په سیمه کې د دښمن فعالیتونه نه دي ورسره لیدل شوی،

او د الوتکي د راغورځیدو په اړه يې تحقیقات پیل کړي دي.

بهرني ځواکونه د هري الوتکي د را غورځیدو وروسته همدا خبر ورکوي، او دا نه مني چي ګواکي ددوی مخالفین دي دومره توان ولري چي ددوی الوتکي را وغورځوي.

خو طالبانو په وار وار بیا خبر ورکوی چي دغه الوتکي ددوي په ډزو را لویږي او په کښي د زیات شمیر بهرنیانو د مرګ ژوبلي خبر ورکوي.

باید وویل شي چي د افغانستان په ختیځه کې په تیرو دو اونیو کې دا دریمه الوتکه ده چي د بهرنیانو د مخالفینو طالبانو په ډزو را لویږي، ددې تر مخه په پکتیا او خوست کې هم دوې الوتکې را غورځیدلي وې، او ایساف د خپلو ۳ سرتیرو د وژل کیدو خبر هم ورسره ورکړی وو.

که څه هم بهرني ځواکونو د وژل شوي سرتیري د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیات ګمان ددې کیږي چي امریکايي عسکر به وي، ځکه د افغانستان په ختیځ کې زیات شمیر امریکايي عسکر میشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x