د نن سرلیکنه

د جدي شپږمه، د یوه پیل او پای ترمنځ / سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د جدي شپږمه زموږ په معاصر تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې ورځ ده. هغه مهال چې نړۍ په دوو متضادو سیاسي-نظامي بلاکونو وېشل شوې وه، افغانستان سره له دې چې د ناپېيلتوب غورځنګ له مخکښو غړو څخه و؛ خو پخواني شوروي اتحاد ته یې میلان ډېر و. موږ په بشپړ ډول پر پخواني شوروي اتحاد متکي وو. زموږ له نظامي کادرونو نیولې تر د محصلینو برسونو او اقتصادي بسپنو پورې پر شوروي تکیه وو. کټ مټ لکه نن چې د پروني شوروي پر حریفې امریکا متکي یو. سربېره پر دې په هېواد کې دننه د روسيې مارکسیستي-لننیستي کمونېزم په فکري مکتب کې روزل شوي او پالل شوي خلقیان ورځ تر بلې په حکومتي نظام کې مخ پر دې وو. د افغانستان د کمونیست ګوند د خلق و پرچم څانګو په اتفاق سره دلته په هېواد کې د شوروي اتحاد اجنډاوو ته د پلې کېدو زمینه برابروله. حاکم نظام بې له دې چې د خلق و پرچم مخ پر ودې وضعیت ته ځير شي، په بشپړې نامسئولیتۍ سره د یوې معقولې بهرنۍ تګلارې له نشت سره واک چلاوه.

د حکومت دغسې یو نامسئوله چلند د دې لامل شو چې بلاخره شوروي عملاً خپل پلي ځواکونه سره له جنګي الوتکو او شوبلو بې له دې چې نړیوال قوانین او نزاکتونه په پام کې ونیسي، افغانستان ته دننه کړل. د جدي شپږمه ۱۳۵۸ل داسې ورځ ده چې افغانستان په نړیوالو معادلاتو کې خپل نااعلان شوي «دوست» لاندې کړ او دلته یې خپل لاسپوڅی حکومت واک ته ورساوه. د مرغومي له شپږمې راهیسې نړیوالو ته هم په ډاګه شوه چې افغانستان نور د شوروي خوا ته وښوېيد او چا یې د خلاصون خیال هم نه شوای کولای. دا به ډېره غیرعیني ادعا نه وي که ووایو چې د روسانو پر ضد مقاومت یا د روسانو د پرمختګ بندولو کې تر بل هرې وسیلې د افغان ولس د ازادي غوښتنې او خپلواکۍ احساس او اراده وه چې په پای کې يې نړیوال هم باوري کړل چې روسان نور پرمختګ نه شی کولای. کله چې نړیوال او په سر کې متحده ایالات پر دې یقیني شول چې افغانان په هر قیمت مقاومت کوي، له هغې وروسته د وخت ولسمشر رونالډ رېګن د افغان مجاهدینو د ملاتړ پرېکړه کوي. امریکایانو په افغان جهاد کې ځکه مداخله وکړه چې له روسانو څخه د ویتنام د ماتې غچ واخلي. نړیواله همکاري، بشردوستي او ازادي یوازې شعارونه و، یا بهتره ده که وسایل وګڼل شي.

د مرغومي شپږمه د شوروي اتحاد د زوال یو پیل ګڼل کېږي. سربېره پر دې د مرغومي شپږمه د اوږدمهالې سړې جګړې د پای، پیل هم باله شي. یو تحلیل داسې هم کېږي چې امریکایانو هڅه کوله چې د روسانو پښه افغانستان ته راکاږي څو ترې خپل غچ واخلي. خو امریکایانو نن هېره کړې ده چې شورویانو ته غوړول شوي دام کې یوه ورځ خپله هم نښلي. جدي که له یوې خوا د سړې جګړې د پای پیل بلل کېږي، نن همدا جدي د امریکایانو له خوا د یوې دیارلس کلنې بې نتیجې جګړې د پای له اعلان سره برابر دی. جدي که پرون د یوې اوږدې نړیوالې سړې جګړې د پای پیل و، نن د یوې بلې نړیوالې جګړې د پیل اعلان په کې کېږي؛ خو دا چې دا اعلان څومره رښتینی دی، دا بېله خبره ده. امریکایان که څه هم تش په نامه اعلان کوي، له یوې خوا د جګړې پای اعلان او له بلې د «امنیتي تړون» په چوکاټ کې په مبهم ډول خپل ځواکونه دلته پرېږدي.

که د جمهوریت غوښتونکي جان مکېن پرونۍ خبرې په پام کې ونیسو، نو ښکاري چې جمهوریت غوښتونکي په دې هڅه کې دي چې د امریکا ماتې د ډیموکراتانو په نوم ثبت شي. که څه هم اوباما په یوه اعلان کې وايي چې له ۲۰۱۶م وروسته به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې نه وي؛ خو دا لا معلومه نه ده چې اوباما به څومره خپلې ژمنې ته ټینګ پاتې شي. په هر صورت، د جګړې روان بهیر دا په ګوته کوي چې بهرنیان مات دي، دا چې د جګړې ماتې د هر امریکايي ګوند په نوم ثبتېږي، دا مهمه نه ده؛ مهمه دا ده چې جدي یوه بله ماتې په خپله غېږ کې ثبتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x