افغانستان

د هرات پخوانی والي: ملي یووالي حکومت «سهامي شرکت» دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل): د هرات ګوښه شوی والي سیدفضل الله وحیدي د ملي یووالي حکومت «سهامي شرکت» بولي. وحیدي چې تازه له دندې ګوښه کړای شوی دی، وايي چې په نظامونو کې د چارواکو بدلول او له دندې ګوښه کول عادي کار دی؛ خو د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ حکومت «سهامي شرکت» دی.

نوموړي له کابل څخه هرات ته لېږل شوی پلاوی جعلي ګڼلی او ویلي یې دي: «هرات ته د پلاوي راتګ د دغه ولایت د امنیتي وضعیت څېړل نه و، بلکې د دغه ولایت د سرپرست لرې کول یې هدف و».

وحیدي زیاته کړې چې په ملي شورا کې یو شمېر کړۍ او د مرکز کابل سره اړیکې لرونکي ځينې نفوذي او قدرت لرونکي کسان د دغه ولایت د خلکو سرنوشت تعینوي.

د هرات ګوښه شوی والي ادعا کوي چې په هرات کې د نوموړي ماموریت پر مهال یې ۳۰ تنه دولتي کارکوونکي د رشوت اخېستلو په جرم له دندې ګوښه کړي او زندان کې يې اچولي.

وحیدي، د خپل ماموریت پر مهال د ځمکو له غاصبینو سره جدي مبارزه د خپلو اساسي کارونو څخه ګڼي: «د ځمکو په غصب کې عادي خلک ښکېل نه وو، بلکې یو شمېر د پارلمان وکیلان، پخواني والیان او د هرات کې بانفوذه خلک دخیل وو».

نوموړي په هرات کې د ځمکو غاصبینو نومونه یاد نه کړل خو د «ملي وحدت» حکومت په هرات کې د ځمکو د غاصبینو په ملاتړ تورن کړ.

د وحیدي له قوله په هېواد کې هیڅ داسې محکمه نشته چې د ځمکو غاصبینو دوسیې دې تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.

هغه وویل چې محاکمو ته یې تر سلو زیات غاصبینو لست چې د هرات په بېلابیلو سیمو کې يې زرګونه جریبه ځمکې غصب کړي، په لاس کې ورکړی دی.

نوموړي د هرات امنیت د هېواد نورو ولایتونو ته نسبتا ښه ګڼلی دی او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو سازمان راپور ښيي چې د څو ولسوالیو پرته د هرات په ټولو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ښه دی.

د هرات سرپرست والي سیدفضل الله وحیدي د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان پر اساس له دندې ګوښه شو. د نوموړي ګوښه کیدلو لامل په هرات کې امنیتي وضعیت خرابېدل ښودل شوي. په تېرو څو اونیو کې طالبانو په هرات کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې وروستی زورور برید یې د شینډنډ په ولسوالۍ و، چې په ترڅ کې دغې ولسوالۍ سقوط وکړ.

د یو بل خبر پر اساس ټاکل شوې چې ولسمشر غني نن /مرغومي ۶مه/ د یو لوړ رتبه پلاوي سره هرات ولایت ته د نوي والي د معرفي کولو او د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یوسفزی

سلامونه
د تېرو څو ورځو را په دې خوا هغه خبرونه چي د هرات په اړه ستاسو له ویب پاڼي څخه خپريږي، وینم چي په هر خبر کي مو د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د سقوط خبره پکښي یاده کړې ده.
خو حقيقت داسي نه دی، هرات شينډنډ ولسوالۍ باندي بريد شوی وو، خو ولسوالۍ سقوط کړې څه چي حتی د ولسوالۍ مرکز ته هم طالبان/مخالفین نه وه ننوتي. اوسمهال د شینډنډ په ولسوالۍ کي حکومتي اداره په فعاليت بوختي دي، هیله ده نور دا خبره تکرار نه کړئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x