افغانستان

ننګرهار: بهرنیو ځواکونو یو ځل بیا په شپنیو عملیاتو کې ملکي کسان نیولي

night_raidنن ټکی آسیا: بهرنیو ځواکونو یو ځل بیا د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې پر یوه کر د شپې چاپه وهلې او له ځان سره يې ۳ ملکي کسان بیولي.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي تیره شپه د بهرني ځواکونو چورلکي د شیرزاد ولسوالۍ د کندمک د سیمي په سواتیان کلي کي کښېنستلې،

او هلته يې د حاجي ضمیر ګل پر کور باندي چاپه واچوله، او ترڅ کې د حاجي ضمیر ګل په ګډون د هغه وراره سعد الدین چي د یو ښوونځي ښوونکی دی، او یو تن بل زده کوونکی له ځان سره بوتلل.

د شیرزاد ولسوال معلم محمد اصیل د نومړي پيښي تصدیق وکړ، خو د نورو معلومات يې ورنکړه.

په کابل کې هم د ایساف رسنیز دفتر ومنله چي په دغه ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي، او په ترڅ کې دوه تنه شکمن کسان نیولي، خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه يې ډډه کړې.

باید وویل شي چي بهرني ځواکونه نن په افغانستان کې پر هر هغه کور باندي چاپې وهي چي شک يې بندي راغلی وي، یا په سیمه کې ددوی جاسوسانو ورته په نښه کړی وي، چي د مخالفینو سره کومک یا اړیکي لري، چي یوازي د شک پر بنیاد باندي اکثره وخت په دغو چاپو کي ملکي کسان وژل کیږي، یا ټپیان کیږي، او یا هم د بهرنیانو له خوا د نورو تحقیقاتو لپاره له ځانه سره بیول کیږي.

خو چي بیا دتحقیقاتو وروسته بهرنیانو ته دا اندازه وسي چي دا ملکي کسان دي، او د دوی د مخالفینو سره هیڅ تړاو نه لري، هغه بیا افغان امنیتي چارواکو ته په لاس ورکوي، چي هغوی هم بیا پر دغو کسانو ډیر وخت قید تیره وي، او تر هغو يې نه ایله کوي تر څو چي يې د دغو کسانو د قریبانو څخه لوی لوی رشوتونه اخیستی نه وي، چي له همدې امله څو څو ځله خپل بهرنیانو او هم د سیمو خلکو شکایتونه کړي، خو تر اوسه يې لا همدا سلسله روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x