افغانستان

کندهار: چاودنې د ملي امنیت ۴ کارکوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې چاودنې د ملي امنیت څلور کارکوونکي وژلي دي.

د کندهار ولایت چارواکي وايي چې پرون مازدیګر مهال ددغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې په یوې سراچه ډوله موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې د ملي امنیت څلور کارکوونکي او یو ملکي وګړی وژل شوی.

د دغه ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک د پېښې تایید تر څنګ ویلي دي چې پېښه پرون مازدیګر مهال شاوخوا ۰۵:۳۰ بجې د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په سیمه کې شوې وه. د نوموړي له قوله په چاودنه کې د ملي امنیت ۴ منسوبین وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

صمیم خپلواک په وینا دغه کسان د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ څخه د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته د تفریح لپاره راغلي وو.

ددې خبر د خپریدو تر شېبې د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x