نړۍ

روس: ناټو تر ټولو ستر نظامي ګواښ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل): د روس ولسمشر ويلاديميرپوتين وايي، چې د روسي پوځ په اند د ناټو پراختيايي فکر روس لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

ښاغلي ميرپوتين تېره ورځ مسکو کې روسي عسکرو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې روس له هر ډول جګړې او نظامي مداخلې ځان لرې ساتي، مګر هغه مهال چې دوی مجبور شي او ټولې سوله ييزې لارې چارې بې ګټې شي، نو بيا دوی اړ دي، چې د روس پر ضد د ناټو د پيل شوې جګړې ځواب په نظامي ژبه ورکړي.

پوټين زياته کړه، چې د جګړې د پېښېدو په صورت کې به دوی د مروجو وسلو څخه کار اخلي او هڅه به کوي، چې تر خپله وسله د اتومي وسلو له کارولو ځان وژغوري او د ټولو هغو بريدونو او تېريو به غاښ ماتوونکی ځواب وايي، چې د روس يا د دوی پر نورو ايتلافي هېوادونو وشي او مسکو دا حق هم لري، چې د اړتيا په صورت کې د ناټو پر ضد له اتومي وسلو کار واخلي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د پوتين د واکمنۍ راهيسې دا لومړی ځل دی، چې روس د خپلو ملي ګټو د ژغورلو لپاره د جګړې د پيلولو ګواښ کوي.
روس د خپلو ګټو د ژغورلو په موخه د جګړو د پيل خبره په داسې حال کې کوي، چې د مسکو او لويديځ اړيکې د تېرې سړې جګړې راهيسې ډېر تاوجنې شوي دي او په عين حال کې اوکراين هم هڅه کوي، چې د ناټو غړيتوب تر لاسه کړي.

روس د نوې جګړه‌ييزې عقيدې له مخې انديښمنه ده، چې اروپا کې د امريکا ځای پر ځای شوي توغندي د دوی امنيت لپاره ستر ګواښ دی.

پوتين زياته کړه:«که پر روس يا د روس پر ايتلافيانو هر ډول بريد وشو، مسکو به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او که چا پرې د اتومي وسلو بريد وکړ،

نو دوی هم د اتومي وسلو بريد پرې وکړي او مسکو به هيڅکله هغه ګواښ ونه زغمي، چې زموږ او د ايتلافيانو ملي ګټې په خطر کې غورځوي.»
روس۲۰۱۰م کال راهيسې دا اندينښې څرګنده وي، چې د ناټو پرمختيايي فکر د روس په ګډون د سيمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی، مګر د روس په ګومان د ناټو ګواښونه د تېر کال راهيسې زيات شوي دي.

پوټين وايي، چې اوکراين د ناټو د ملاتړ او هڅونې له امله روس سره شخړې او لانجې کوي او که ناټو د اوکراين له ملاتړ او همکارۍ لاس وانه خيست، نو روس به دا لږ پاتې اړيکې هم له ناټو سره پرې کړي.

د ناټو وياندې اونا لينګواسکو د پوټين د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې ناټو هيڅکله د روس ملي ګټو لپاره ګواښ نه دی او پر روس يې تور ولګاو، چې د نړيوال قانون سپکاوی کوي او د اروپا امنيت ته ګواښونه پېښوي.

د ناټو وياندې زياته کړه، چې دوی هر ګام د ناټو غړو هېوادونو د امنيت او خوندي کولو په موخه او د نړيوال قانون له مخې اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x