نن غوره سافټ وییر: خپل د کمپیوټر سرعت زیات کړئ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل): دغه سافټ وییر چې ګیم بوسټر (Game Booster) نومیږي په خاص ډول د ګیم کولو پر مهال د کمپیوټر سرعت زیاتولو لپاره جوړ شوی. دغه سافټ وییر سربیره پر ګیم د نور قوی سافټ وییر چلولو پر مهال هم د کمپیوټر سرعت زیاتوي.

که غواړئ خپل کمپیوتر کې ګیم وکړئ او یا هم فکر کوي چې ستاسې د کمپیوټر سرعت چټک نه دی نو په دواړو حالاتو کې دغه سافت وییر ستاسې مرسته کولی شي.

ګیم بوسټر به مو کمپیوټر چټک کړي چې په مرسته به يي تاسې مختلف قوی او دروند سافټ وییرې استعمالولی شئ ځکه چې دغه سافټ وییر یوازې د ګیم لپاره نه کارول کیږي.

په بازار کې شته مختلف سافټ وییرې د کمپیوټر رېم (RAM) اغیزمنوي چې پر اساس يي د کمپیوټر سرعت کمیږي. دغه سافټ وییر د کمپیوټر رېم د نورو سافټ وییرونو له اغیز ژغوري او د کمپیوټر سرعت زیاتوي.

که څه هم د کمپیوټر سرعت نورمال حالت کې وي بیا هم دغه سافټ وییر له استعمال سره به مو د کمپیوټر سرعت خپل اعظمي حد ته ورسیږي. دغه سافټ وییر ټول هغه پروګرامونه چې په رېم اثر کوي بندوي.

دغه سافټ وییر کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې شوی.

دغه سافټ وییر له دې ځایه ښکته کړئ:

http://www.iobit.com/gamebooster.php

تبصرې (1)