نړۍ

القاعده وايي په یمن کې يې ۲۰ حوثیان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): په القاعده پوري تړلې وسلوالې ډلې انصار الشریعه تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی د یوه کمین په ترڅ کې د حوثیانو ۲۰ کسیزه ډله له یوه مخه ووژل.

په دغه بیان کې چې د انټرنیټ پاڼو کې نشر شوی، ویل شوي چې د انصار الشریعه شپږ وسلوالو د یمن پلازمېنه صنعا په شمالي برخه کې حوثیانو ته یو کمین نیولی و،  چې په دریو موټرو کې د وسلو او جنګي مهماتو سره په ګزمه بوخت وه.

په بیان کې راغلي چې لومړی د حوثیانو په کاروان بمي چاودني وشولې او پاته ټپي شوي حوثیان په ډزو ووژل شول.

باید وویل شي چې حوثیان شیعه مذهبه یمني قبایل دي، چې په دې وروستیو کې د یمن په پلازمینه صنعا باندي واکمن شوي او په پلازمینه کې يې ټول مهم وزارتونه او دولتي ودانۍ تر کنټرول لاندي کړي دي.

د سعودي په شمول اکثره عربي هیوادونه حوثیان په دې تورنوي چې د ایران د سیاسي، مالي او عسکري ملاتړ څخه برخمن دي او غواړي چې په ټول یمن واکمن شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x