افغانستان

اشرف غني هرات ته روان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر د یو پنځوس کسیز پلاوي په ملتیا هرات ته روان شو.

دا واک ته له رسېدو وروسته هرات ته د اشرف غني لومړی سفر دی.
ټاکل شوې ده نوموړی به د هرات له سیمه ییزو چارواکو سره د دې ولایت په امنیتي، اقتصادي او فرهنګي اړخونو وغږېږي.

اشرف غني په داسې حال کې هرات ته سفر کوي چې د هرات ګوښه شوي والي په نوي حکومت توندي نيوکې کړې دي او دا يې سهامي شرکت بللی دی.

د هرات سرپرست والي سیدفضل الله وحیدي د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان پر اساس له دندې ګوښه شو. د نوموړي ګوښه کیدلو لامل په هرات کې امنیتي وضعیت خرابېدل ښودل شوي. په تېرو څو اونیو کې طالبانو په هرات کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې وروستی زورور برید یې د شینډنډ په ولسوالۍ و، چې په ترڅ کې دغې ولسوالۍ سقوط وکړ.

اشرف غني په داسې حال کې د هرات د اقتصادي وضعیت اړوند خبرې لري، چې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د عامه نظم سلګونو عسکرو د معاشونو د نه ورکړې له امله لاریونونه کړي و.

د هرات ولایت د ګذره ولسوالي د عامه نظم د پنځم کنډک اړوند دې پولیسو ویلي چې څو میاشتې يې بې معاشه دنده ترسره کړې ده.

د لاریون کوونکو په قول دوی ته له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او خپل مشران يې په یوه بله پلمه غولوي.

د دوی په خبره د سږ کال له پیله يې معاش نه دی اخیستی او په خبره يې مشران يې د ټاکنیزې ناندرۍ، بیا اوسنی سیاسي کړکیچ ورته پلمه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x