افغانستان

پکتیکا: اربکیانو مدرسه او د استادانو کورونه له لوټ وروسته سوځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالي کې د دې ولسوالي اربکیانو په یوه ځايي مدرسه برید وکړ او له لوټ وروسته يې دېوالونه ور ونړول.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې اربکیانو پرون سهار شاوخوا اوه بجې د ملي اردو او ملي پولیسو په ملګرتیا د یحی خېلو په ګوډلو کلي کې د نجم المدارس په نامه په مدرسه برید وکړ او ټول سامان يې ترې چور کړ.
د دوی په خبره اربکیانو ټول چور کړی سامان په رینجرو کې خپلو پوستو ته يووړ.

پر دې سربېره يې د یادې مدرسې د مهتمم او څلورو استادانو کورونه هم له لوټ وروسته ور سوځولي دي.

اربکیانو نه دي ویلي چې په یاده مدرسه يې ولې برید کړی دی، خو تر دې وړاندې هم په یاده لسوالي کې دیني علما ګواښل شوي او ګڼې مدرسې بندې شوې دي.

اربکیانو دمدرسې مهتمم مولوي محمد یعقوب اخندزاده ګواښلی چې سیمه به پرېږدي او د مدرسې د بیا پیل فکر باید ونه کړي.

نجم المدارس په پکتیکا کې یواځينۍ دیني مدرسه وه چې تر دریو سوو پورې طالبانو پکې لیلیه زده کړې کولې او د اهتمام ټولې چارې يې د سیمې د مخور عالم مولوي محمد یعقوب اخندزاده پر غاړه وي.

تر دې وړاندې هم اربکیانو په سیمه کې وتلی عالم مولوي رازمحمد د سیمې پرېښودو ته اړ کړ،پر دې سربېره په سیمه کې پاتې د مسجدونو امامان هم د اربکیانو له ورځنۍ تالاشۍ او کور پلټنې خلاص نه دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې څو ورځې وړاندې یحی خېلو ولسوالي ته څېرمه په زواکه کلي کې هم د اومنې ولسوالي اربکیانو د سراجیه په نامه د کلي مشهوره مدرسه وتړله.

دېوالونه يې ور ونړول او د مدرسې مهمتم مولوي حبیب الله يې له سیمې وتلو ته اړ کړ.

د اومنې ولسوالي د اربکیانو قومندان عید محمد په مدرسه کې اوه کلن طالبان هم په ډبولو له مدرسې وویستل او د مدرسې د حفظ استاد قاري بازمحمد يې له وهلو وروسته له سیمې وشاړه.

پکتیکا ته د نوي والي په ورتګ خلک هیله من دي، چې دوی به د اربکیانو له شره وژغورل شي، خو تر اوسه داسې څه نه لیدل کېږي، چې د دیني مراکزو او ولسي وګړو تمې دې پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Shamsulislam

وائي ابليس عليه لعنة جي كله خبل داتباع ؤو سخه ورزني حساب أخلي نو بشتنه ورسخه وكري، جي تا سه كري او تا سه كري ، نو يو ورته وائي: ما د دوو مسلمانان به مينز كي اختلاف واقع كي زانونه ئي شه ودبول، نو ابليس عليه لعنة ورته او وائي: تا هيس ندي كري، زكه جي بيا د الله يو صالح بنده بيدا كيزي د دوي به مينز كي به صلح راولي، بل ورته او وائي: ما د خاوند او شزي به مينز كي اختلاف واقع كي دا كار مي كوي ترسو جي ئي طلاق وركي، بس وائي تا… نور لوستل »

محمودالغزنوی

که مودلیبیادسترقهرمان شهیدعمرمختار(رح)فلم أوویډیوکتلی وی نوپه هغه کی دروم (إټالیا)دځواکونوقومندان خپلوپلویانوته داسی وایی(دمسلمانانوخوږځای ته ګوته وروړئ ښځی أوماشومان ورقتل کړئ،مدرسی ،دینی مراکز،أوجوماتونه ورونړوئ أو۰۰۰۰نولوستونکوتاسوته مالومه ده چی أربکیان،أمریکائی پدیده ،أودهغوی زیږنده یوه وحشی ډله ده ،داهرځه دستوردخپل بادارأمریکالخواورکول کیږی،،خوأفسوس دځینوأفغانانوپه دغه ۱۳لس ،کاله کی هم سرخلاص نه سووأونه یی دوست أودښمن سره بیل کړل،بیاأفسوس

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x