افغانستان

ننګرهار: د واده پر کور برید کې ۹ تنه وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي

doorbaba2_9june2011نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت د دور بابا په ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو پر یو کور باندي برید کړی چي له کبله يې ۹ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

ویل کيږي چي برید پر یو داسي کور سوی چيري چي د واده مراسم روان وه، او تیره شپه پر یوه بجه شاوخوا کله چي د کور خاوندان او ګډون کوونکي بیده وه، برید تر سره سوی.

د دور بابا ولسوالۍ ولسوال حاجي همیشه ګل ویلي چي د یادي ولسوالۍ د سور کنډو په سیمه کې د هغه د تربورانو پر کور چي د واده مراسم په کښي روان وه برید شوی، چي له کبله يې ۹ تنه وژل شوي او ۶ ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چي وژل شوي کسانو کي ۶ تنه د یوې کورنۍ غړي دي.

د نومړي په وینا د هغه د کاکازامنو د چاسره شخصي دښمني نه وه، خو هغه نه پوهیږي چي دا برید د چالخوا تر سره شوی.

تر اوسه ددې پيښي مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x