نړۍ

سټېف هېز: «د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اوباما څرګندونې احمقانه دي»

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل): د «فاکس نيوز» او «ويکلي سټينډرډ» اونيزې وتلی امريکايي ژورناليست سټيف هېز وايي، چې هوايي ايالت کې امريکايي عسکرو ته ولسمشر بارک اوباما څرګندونې« امريکا نوره خوندي شوه او له افغانستانه به نور پر دغه هېواد تروريستي بريدونه نه کيږي» احمقانه بللي او زياته کړې يې ده، چې د اوباما د سلاکارانو په ګډون د سپينې ماڼۍ ټولو کارکوونکو ته دا ډول څرګندونې د شرم وړ او احمقانه دي.

ښاغلي هېز فاکس نيوز سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د اوباما د څرګندونو برعکس سيمه کې القاعده او پلويان يې له تېرو پنځو کلونو څوچنده غښتلي شوي او کولای شي، چې تر پخوا ستر بريدونه او چاودنې وکړي.

سټيف هېز زياته کړه «زموږ ستره تېروتنه دا وه، چې د تروريزم ريښې مو په افغانستان کې لټولې او دا بيخي د نه منلو خبره ده، چې پر دې خبرو ځان ډاډه کړو.»

دغه امريکايي ژورناليست دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د مسيحي اختر «کريسمس» په مناسبت يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا نوره خوندي ده او له افغانستانه به نور پر دغه هېواد بريدونه نه کيږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې اوباما دغه ديارلس کلنه جګړه ځکه يو اړخيزه بنده کړه، چې امريکايي عسکرو د افغانستان جګړه وبايلله او زرګونو عسکرو د وژلو او ټپي کېدو او ميلياردونو ډالرو په لګولو بالاخره دې ته اړ شول، چې افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته ورسوي.

په عين حال کې د امريکا جمهوري پلوه سناتور جان مککين کابل کې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره وليدل او روان ژمي کې يې د مخالفينو د بې کچه بريدونو او چاودنو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

اوباما غواړي، چې خپله هغه وعده پوره کړي، چې د دوهم ځل ټاکنيز بهير پر مهال او واکمنۍ په لومړۍ ورځ يې خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي او خپل ټول عسکر به هېواد ته راولي.

دا چې د اوباما د واکمنۍ ايله دوه کاله پاتې دي او کانګريس کې هم د جمهوري پلوو څوکۍ ډېرې شوې، نو اوباما اړ دی، چې د جمهوري پلوو غوښتنو او شرطونو ته غاړه کيږدي او د دې سربېره هڅه کوي، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د دوی «ديموکرات» ګوند يو ځل بيا واک ته ورسيږي، مګر کارپوهان د بارک اوباما څرګندونې د خولې چالاکي بولي او زياتوي، چې سپينه ماڼۍ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ځانګړې کړنلاره نه لري او سپينه ماڼۍ سي ای اې سره هم يو غږې نه ده.

د جګړې د پای ته رسولو په اړه د اوباما دريځ دا دی، چې دغه جګړه د ده نه ده، بلکې د پخواني ولسمشر جورج بوش څخه په ميراث ورته پاتې ده او دی اړ دی، چې دغه بې معنا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي، مګر سي ای اې او جمهوري پلوه بيا په دې اند دي، چې دوی بايد خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي او که امريکايي عسکر له افغانستانه ووتل، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولوېږي.
پايله

د پېښو څارونکي وايي، چې د سپينې ماڼۍ او سي ای اې د ناندريو پايله دا راوځي، چې امريکا به په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کوي، مګر دغه هېواد کې به لس زره اته سوه امريکايي عسکر پاتې وي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د دغو امريکايي عسکرو د پاتې کېدو موخه د افغان امنيتي عسکرو روزنه ده او په جګړه‌ييزو چارو کې به يوازې د معلوماتو د راټولو او مشورو مسؤوليت ترسره کوي، مګر د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو شنونکی معين رؤوف وايي، چې امريکايي او ناټو عسکر به افغانستان کې بيا هم د طالبانو پر ضد روانه جګړه کې برخه اخلي، بلکې د جګړې ټول مسؤوليت به د دوی پر غاړه وي او د نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان يې يوازې د دې لپاره کړی، که سبا طالبان راځي او دغه هېواد نيسي، نو د ماتې پړه به د ناټو او امريکايي عسکرو پر ځای پر افغان حکومت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x