افغانستان

هرات: په ایران کې د وژل شویو افغان مېرمنو جسدونه راورسېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار له پنځوس کسیز پلاوي سره د هرات ولایت ته په سفر لاړ، هم مهاله ورسره د هغو دریو افغان مېرمنو جسدونه هم هرات را ورسېدل چې په ایران کې وژل شوې دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې دې دریو تنو د ایران په اصفهان ولایت ژوند کاوه، چې د نا پېژاندو کسانو له خوا د چاقوګانو په واسطه وژل شوې دي.

د هرات ولایت د غوریان ولسوالي د امنیه قومنداني ویاند وايي چې دوی نن سهار جسدونه ترلاسه کړي دي، خو د دې افغان مېرمېنو د وژنې اړوند ایراني چارواکو څه نه دي ویلي.

د غلام سخي حسیني په قول وژل شوي یوه مېرمن او دوه نجونې دي چې خپلوانو ته يې جسدونه سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ایران کې افغان مهاجرو او کارګرو د ایران دولت له بد چلنده څوځلې شکایتونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x