افغانستان

ایران ځانمرګې الوتکه تجربه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل (:د ایران د ځمکني پوځ مشر احمد رضا بوردستان ویلي چې دوی د لومړي ځل لپاره ځانمرګې الوتکه تجربه کړې، چې د دښمن هدف به په نښه کوي او په ټاکلي ځای کې به ځانته چاودنه ورکوي.

نوموړي دا وینا د هرمز په تنګي کې د ایران د نظامي تمریناتو په دوران کې کړې ده.

د ایراني خبري اژانس (ایرنا) له قوله احمد رضا ویلي چې دغه ځانمرګې الوتکه (رعد) نومېږي او ۲۵۰ کیلو متره مزل کولای شي او په یوه وخت کې د ځمکني او هوايي اهدافو سره تعامل کولای شي.

احمد رضا وايي، چې دا الوتکه یو ګرځنده بم هم بللای شو، چې هر رنګه هدف خپل د کنټرولونکي«ريموټ» په واسطه په اسانۍ سره په نښه کولای شي.

نوموړي ویلي، چې دوی دغه الوتکه په هغو تمریني عملیاتو کې تجربه کړه، کوم چې دا مهال د هرمز په سمندري تنګي کې روان دي، او زیاته یې کړه چې دغه الوتکې تر پخوا ډیر پر مختګ کړی، او دوی نور کار هم پرې کوي.

د ايران د ځمکني پوځ مشر زياتوي، چې په الوتکه کې د موجودو کامرو په واسطه د هغه کنټرولونکي په اسانۍ سره هدف ټاکلی شي او په هر رنګه جنګي حالت کې کار ځنې اخیستل کیدای شي.
یوه بله الوتکه

ایران چې په کال 2011 کې د امریکا ډرون (بې پلوټه) الوتکه نېولې وه، خبرداری ورکړی وو، چې دوی به د دغه الوتکې څخه په زده کړه، نورې بې پيلوټه الوتکې جوړوي او په همدې موخه یې د دې تر مخه هم ډیرې تجربې کړي دي.

د فارس نیوز خبري اژانس په وینا ایران په هغو پوځي تمریناتو کې چې نوم یې (محمد رسول الله) ایښی، یوه بله بې پلوټه الوتکه تجربه کړه.

د دغه الوتکې نوم شاهین ايښودل شوی او ۲۳۰ کیلو ګرامه وزن لری، د ایران په بې پلوټه الوتکو کې دا تر ټولو پرمختللې الوتکه بلل کیږي.

شاهین بې پلوټه الوتکه د خپل مرکز څخه ۱۵۰ کیلو متره لیري له عملياتو وروسته بیرته خپل مرکز ته په اسانۍګرځېدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x