نظــر

برکي برکه! زه لا ستا سلگۍ اوریدای شم

لیکوال: ريښتین خوږیاڼی

برکي برکه!

ته د بې کسۍ اوښکې مه تویوه، ته له خولې سوي اهونه مه پورته کوه، ځکه ته بې کسه نه یې، مونږ د همدې لپاره خپل سرونه په ورغوي کې گرځوو، چې په خپل هېواد کې د هر چا د تویې شوې وینې انتقام واخلو.

مونږ ستا سلگۍ اورو، مونږ ستا وینې وینو، مونږ ستا درد احساسوو، نو خامخا ستا سلگۍ بې غچه نه پرېږدو، ستا وینې پر ځمکه تویې شوې ندي، بلکې زمونږ په غولي کې بهیدلې وینې دي او د خپل انگړ د وینو پوښتنه به خامخا کوو، ستا درد زه خپل درد بولم، نو خامخا به یې د ټپ لپاره گامونه پورته کوم.

برکي برکه!

بیگا که بهرنیو ځواکونو ستا بې گناه اوسیدونکي په نښه کړل او د ژوند ډېوې یې ور مړې کړې، همدوی زما د هېواد په غېږه کې هره ورځ داسې کوي، خو دلته څو بې هویته او پردیپال شته، چې دوی ته یې د داسې کړنو حوصله او جواز ورکړی.

خو برکي برکه! مونږ هم شته یو او تل مو د هېواد په غېږه کې د بې گناه وژل شویو هېوادوالو غچ اخیستی او ستا د قاتل خنداگانې مو په ژړا ور بدلې کړې دي.

زه مخکې داسې نه وم لکه دا اوس چې یم، مخکې مې د انسان د وینې په لیدو له سترگو خوبونه تښتیدل، خو کله چې ما ولیدل چې دلته راغلي بهرنیان زما د معصومو هېوادوالو په وژنه ویاړ احساسوي او ځان خپل صلیب ته ژمن بولي، نو زما د بدن وینه هم په خوځښت شوه او ددې وینو د انتقام جذبه مې په رگونو کې وجوشیده.

ما د هېواد په سینه کې وینې ولیدې؛ نو ځکه مې ټوپک ته لاس کړ او د هغه چا وینې مې وبهولې چا چې زما په هېواد کې له وینو بهولو خوند اخیست.

اوس که بهرنی عسکر زما په هېواد کې وینه تویوي او که یې څوک ملاتړ کوي، نو ماته د یوې کښتۍ سپاره ښکاري؛ نو ځکه اوس زه د هغوی په سینه کې د ټوپک مرمۍ سړوم او تنې یې تر پښو لاندې کوم.

برکي برکه!

نن به ستا په غېږه کې څو میندې د خپلو بچیو سر ته ناستې وي او ویر به کوي، نن به ستا په غېږه کې څو تنکي ماشومان د خپلو پلرونو په سینو ور پراته وي او د بابا بابا چیغې به وهي او نن به ستا په غېږه کې څو معصومو پېغلو د خپلو میړونو د کټ په بازو سرونه ایښي وي او د تباه شوي ژوند سلگۍ به وهي، خو دلته ما هم پر خپل زنگون سر ایښی او د خپلو ورونو په ویر اوښکې تویوم؛ زه دا هره شېبه وینم او ددې هر زړه درد درک کوم، نو ځکه به زه خامخا د خپل پلار په سینه د ور پروت یتیم اوښکې ور وچوم، د میندو ساندې به نه هېروم او د پېغلو د تباه شوي ژوند د پوښتنې په لټه به د انتقام هوډ ژوندی ساتم.

برکي برکه!

زه لا ژوندی یم، زه لا د خپل ورور انتقام اخیستی شم، زه لا سلگۍ اوریدی شم، زه لا د ټوپک له شپېلۍ اور ورولی شم، زه لا د یتیم اوښکې او کریغې لیدی شم، زه لا د میندو د زړونو درد درک کوی شم، زه لا د خپلې پېغلې خور د تباه شوي ژوند کیسه لوستی شم؛ نو ځکه زه د خپلو هېوادوالو په تویه شوې وینه چپ نشم پاتې کیدای، زه به د هر توی شوي څاڅکي پوښتنه د ټوپک په ژبه کوم او زه به ستا د زړونو له درده د یوې پورته شوې چیغې په بدل کې ستا د قاتلینو ستوني د ویر په چیغو وچوم.

برکي برکه!

اوښکې دې وچې کړه، سلگۍ دې تم کړه او د بې کسۍ احساس مه کوه، ځکه په دې خاوره کې زه  شته یم او د هر چا کړي چلند ته د هغه په ژبه ځواب ویلی شم او دا خپل مسوولیت بولم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x