افغانستان

د هرات علماؤ د کاري اعتصاب ګواښ ورکړ

hiratنن ټکی آسیا: نن د هرات په ښار کې د سلو(100) تنو څخه زیاتو ديني علماؤ د يو مطبوعاتي غونډي په ترڅ کې د نيول شويو شپږو تنو ديني علماؤ د سمدستي خوشي کولو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ کچرته هغوي خوشي نشي نو علماء به کاري اعتصاب پيل کړي.

مولوي عزيزالله د انجيل د ولسوالۍ د (رباط قلق) د مدرسي مسئول ژورنالستانو ته وويل چې په وروستيو څو ورځو کې امنيتي

ځواکونو شپږ تنه ديني علماء د مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيولي چې پر هغوي لګول شوي تورونه هيڅ حقيقت نلري.

هغه زياته کړه چې درې تنه علماء د انجنيل د ولسوالۍ د (پورون) په کلي کې او نور درې (3) په نورو سيمو کې نيول شوي دي چې علماء يې په سمدستي توګه د خوشي کولو غوښتنه کوي.

مولوي عزيز الله زياته کړه کچرته نيول شوي علماء راخوشي نشي نو دوي به نه د چا جنازه وکړي او نه به لدي وروسته کومه نکاح وتړي او نه به په مسجدو کې د جمعې په ورځ ويناوي وکړي او هم به علماء په نورو برخو کې هم کاري اعتصاب پيل کړي.

په همدې خبري غونډه کې اهلي سنت وياند ميرفاروق “حسيني” هم وويل کچرته امنيتي ځواکونه ژر تر ژره نيول شوي ديني علماء راخوشي نکړي نو ټول ديني علماء به په کاري اعتصاب لاس پوري کړي.

مير فاروق “حسيني” غوښتنه وکړه چې د هرات د ښار څخه دي د PRT دفتر بلي کومي سيمي ته وليږدول شې  ځکه چي بهرنيان د PRT په څير دفترونو څخه تر ډيره حده د استخباراتي کارونو لپاره کار اخلي چې ژر تر ژره بايد د ښار څخه وايستل شې.

د یادوني وړ ده چي نژدي دوه اونۍ وړاندي طالبانو د هرات په ښار کې د PRT په د فتر چې ا يتالويان ، هسپانويان او ليتوانيايان پکي دي بريد وکړ چې د جګړي په ترڅ کې د ایټالیا د رسمی سرچینو له مخي ۱۵ تنه عسکر په کښي ژوبل شوي وه، او همداسي زیات شمیر ملکي کسانو ته هم په کښي مرګ ژوبله ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x