ټکنالوژي

سامسنګ ګیلیکسی ایس ۶ (Galxy S6) عکسونه کاروونکو ته وړاندې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل): د سامسنګ کمپنۍ نوی سمارټ فون ګلیلیکسي ایس ۶ (Samsung Galaxy S6) عکسونه کاروونکو ته وړاندې شوي. دغه سمارټ فون د سامسنګ کمپنۍ نور سمارټ فونونو سره ډیر زیات توپیر نه لري.

دغه نوی سمارټ فون کې ډیره زیاته اندازه المونیم کارول شوی خو سامسنګ کمپنۍ بیا هم نه دی توانیدلی چې کاروونکو ته یو نوی او مختلف ډیزاین وړاندې کړې.

د عکسونو پر بنسټ د سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ د سامسنګ کمپنۍ نورو سمارټ فونونو په خاص ډول ګیلیکسی ایس ۴ او ایس ۵ سره کوم ځانګړی توپیر نه لري.

په دغه سمارټ فون کې د هوم بټن (Home button) ته هیڅ تغیر ندی ورکړل شوی او د اندازې زیاتولو او کمولو پرته په هماغه ډول ځای پر ځای شوی.

Untitled
دغه سمارټ فون کې هیڅ داسې ډیزاین نه دی زیات شوی چې وکولی شي کاروونکي د دغې سمارټ فون په لورې جذب کړي کوم به چې د سامسنګ کمپنۍ لپاره تر دوامدارو ماتو وروسته یو ډیر بد خبر وي.

د ټکنالوژي ځینې څیړونکي وایي چې دغه عکسونه د سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ نشي کیدی ځکه چې دغه کمپنۍ له پرلپسې ماتو وروسته داسې یو ستر خطر نشی زغملای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x