افغانستان

دكندهار د ميوند ولسوالي اوسېدونكي له گڼو ستونزو سر ټكوي

Kandahar_rainsدكندهار د ميوند ولسوالي اوسېدونكي او چارواكي وايې چي په دې ولسوالي كي د بيارغوني او پرمختيايي كارونو د نشتون ترڅنګ يې كرهڼيز محصولات يې هم كم سوي دي.

دميوند ولسوالي اوسېدونكو د يوي غونډي په ترڅ كي له دولت څخه غوښتنه وكړه چي د كرهڼيزو ځمكو  د خړوبولو او څښلو لپاره دي ورته اوبه برابري كړي.

دكندهار د ميوند ولسوالي اوسېدونكي او چارواكي وايې چي په دې ولسوالي كي كرهڼيز محصولات كم سوي دي.

ددوي په خبره چي نه يوازي پكښي د بيارغوني او پرمختيايې كارونه نه دي ترسره سوي له بلي خوا يې د اوبو د كاريزونو د وچېدو او ويجاړېدو له امله كرهڼيز محصولات كم سوي دي.

او دا مهال د كرهڼيزو ځمكو د خړوبول د اوبو د نشتون تر څنګ د څښلو د اوبو د نشتون سره هم مخامخ دي.

دوي غوښتنه كوي كه يې كاريزونه ونه رغول سي او يا هم د هلمند د كجكي د بند څخه ددوي د كرهڼيزو ځمكو د خړوبولو لپاره كانال ونه كېندل سي .

نو په دې ولسوالي كي به خلګ د بې كاري سره مخ سي چي له امله به يې ناامني زياته سي.

د ميوند ولسوالي ولسوال عبيدالله باوري هم د خلګو ستونزي پر ځاي بولي او وايې چي په دې ولسوالي كي د اوبو ټول كاريزونه وچ سوي او دا مهال خلګ د كرهڼيزو ځمكو د خړوبولو لپاره اوبه نه لري چي له امله يې كرهڼيز محصولات هم كم سوي دي.

د كندهار مرستيال والي انجينر محمد قادري وايې چي د ميوند ولسوالي د خلګو د مرستو د حل په برخه كي ورسره ژمني نه بلكي سته ستونزو ته به يې د حل لاري چاري لټوي ، او ژمنه يې وركړه چي د كرهڼيزو ځمكو د خړوبولو لپاره به يې د هلمند د كجكي د بند څخه په نژدي راتلوونكي كي يو لوي كانال د جوړولو سروي ترسره سي.

پاته دي نه وي چي ميوند ولسوالۍ د كندهار هرات پر لويه لار په اويا كيلومترۍ كي پرته ولسوالي ده چي د ، هلمند، غورك، خاكريز او ژيړي ولسواليو سره ګډه سرحدي پوله لري، چي اوسېدونكي يې په كرهڼه او مالداري بوخت دي چي دا مهال د اوبو د نشتون څخه سخت سرټكوي.

اسد الله زړه سواند: كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x