
د مرغومي شپږمه؛ د غمونو، ماتمونو او وحشتونه پيلامه
میاهدایت الله محمدی
سرو لښكرو د كريملين د واكمنو په مټ په 1358 كال كې پر افغانستان يرغل وكړ، دغه يرغل افغانانو ته د غمونو او ماتمونو ويرجنې ډالۍ وړاندې كړې، دوه ميليونه مظلوم افغانان شهيدان شول، په ميليونونو نور پرديو هېوادونو ته هجرت كولو ته اړ شول او په سلګونو نور تري تم شول.
په دغه يرغل كې د سرو وحشي عسكرو تلفات هم له زرګونو تنو واوښتل، د روسانو د احصايې له مخې د دغه يرغل په موده كې د شوروي اتحاد ١٤٤٥٠ تنه صاحب منصبان عسکر وژل شوي،٤٩٩٨٠ تنه يې ټپيان او ٣٣٠تنه يې نور لادرکه شول؛ خو د مجاهدينو د احصائيې له مخې 50 زره روسي عسكر او او صاحب منصبان په دغه اته كلنه جګړه كې له منځه تللي دي.
ځينې كارپوهان وايي چې د روسانو يرغل افغانستان ته زښت زيات زيانونه واړول او افغانستان يې د ګاونډيو او نړيوالو د شومو اهدافو له پاره د جنګ پر ډګر بدل كړ، له همدې امله دا ورځ د هېواد په تاريخ كې په تورې ورځې ياده شوې، ځكه په دې ورځ پر افغانستان يوه داسې هېواد چې په هغه وخت كې ځان د نړۍ زبرځواك ګاڼه، يرغل وكړ، خو د وخت پر تېرېدو سره لكه څرنګه چې سكندر كبير، مكناټن او همداسې ځينو نورو د قدرت ليونيو ته د مظلومو او باشهامته افغانانو له خوا د شكست څپيړې پر مخ وركړل شوې وې، وروسته له څو كالو روسي پوځيان هم دغو څپيړيو ټينګ نه شول او ماتې ته اړ كړاى شول، بالاخره يې خپلې بسترې وروسته له اتو كالو نه له افغانستانه ټولې كړې.
د دغه يرغل په ترڅ كې د روسانو په سلګونه ټانكونه، الوتكې او پوځي امكانات له مينځه لاړل، له همدې ورځې وروسته شوروي اتحاد هم ټوټې ټوټې شو.
افغانستان له لرغونو زمانو راهيسې د امپراتوريو هديره بلل كېږي، په دغه موده كې چې روسانو پر افغانستان خپل عسكر را مارش كړل، دوى هم د يوه ليوني غرور سره په افغانستان كې قتل و قتال ته لاس كړ، وحشتونه يې پيل كړل، داسې ناوړه او بوږنوونكو پېښو ته يې لاس واچاوه، چې په كولو يې ټوله نړۍ په سره اور كې ودرول شوه، دوى غوښتل چې په هر ډول وي ځان ګرمو اوبو ته ورسوي، خو له دې سره نه يوازې دا چې افغانانو خپلې سينې سپر كړې، بلكې په نړيواله او سيمه ييزه كچه يې كلك غبرګونونه راوپارول، هغه افغان ځوانان چې په هر رګ كې يې د ايمان، غيرت او وطن پالنې احساسات خوټېدل، د دغو وحشي ځواكونو په مقابله كې خپلې سينې سپر وګرځولې. لكه څرنګه چې د تاريخ په اوږدو كې استعماري قوتونو په مظلومو ولسونو تيرى كړى، نو روسانو هم له دغو ناوړه كړنو مبرا نه و، بلكې له راتګ سره سم يې د وينو تويولو لړۍ پيل كړه، له دې سره د هېواد په ګوټ ګوټ كې پاڅونونو او مقاومتونه پيل شول، افغان مظلوم او مسلمان ولس د خپل ايمان او تاريخي وياړونو په تسلسل سره دغه زبرځواك ته د شكست او ماتې څپيړې په مخ وركړې او په تش لاس يې د هغوى 72 كلنه امپراتوري ور دړې وړې كړه.
پر دې بحث نه كوو چې د مرغومي شپږمه ولې او څنګه رامنځ ته شوه، بلكې هدف مو دا دى چې د دغو وحشتونو په مقابل كې چې افغان مظلوم او باشهامته ولس خپل د تن وينې نذرانه كړې څه يې لاس ته راوړل، او ولې د دغه ثمر نورو ته په لاس ورغى؟
له نن نه 35 كاله وړاندې همدغه باشهامته ولس د سرو وحشي ځواكونو په ليكو كې ورننوتل او په ميړانه يې د شوروي د يرغل كلك زنځرونه ورمات كړل. د يوه ازاد هېواد له پاره يې خپل سرونه په لاسونو كې نيولي وو، خو د ځينو خرڅ شويو مشرانو له كبله يې پر برخليك سترې لوبې وشوې، جهاد افغان ولس وكړ، خو ثمر يې بل ته په لاس ورغى، د دغه يرغل په مقابل كې مو هېواد وران، ويجاړ، تر دوه ميليونو شهيدان، په ميليونو ښځې كونډې، بورې او په ميليونو نور واړه تنكي ماشومان يتيمان او بې سرنوشته پاتې شول.
له شك پرته چې په لومړيو كې افغان ولس په ډېر شهامت د وخت د زبرځواك په مقابله كې ودرېد، افغان ولس د تاريخ په اوږدو كې دا ويلي چې «مرګ منو؛ خو غلامي نه»، همدارنګه د دغه باشهامته ولس هر څاڅكى وينه دا چيغې وهي چې «سرونه چيتيداى شي؛ خو ټيټېداى نه شي». د همدغو سپيڅليو كلماتو په مقابله كې د برلين ديوال مات او د منځنۍ آسيا او شرقي اروپا ديارلسو هېوادونو د خپلواكۍ ډك جامونه په سرونو واړول او له استعماره آزاد شول.
خو دا چې د دغه جهاد ثمر ولې افغانانو ونه خوړ؟ او ولې د دومره سترو قربانيو وروسته بيا هم په هېواد كې د وينو تويولو لړۍ پاى ته ونه رسيدله؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب يې ډېر تريخ دى.
دا يو تريخ حقيقت دى چې د افغان ولس د باشهامته ميړانې نه وروسته د دغه ولس پر سرنوشت معاملې وشوې، د هېواد ملي او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې شول، د وينو تجارتونه شروع شول، د انسانانو د سرونو ازاد او ګرم بازار پرانيستل شو، د ازاديو او قربانيو شعارونو همداسې ګونګ او بې تعريفه پاتې شول. هر څه هېر شول، د پيسو په مقابل كې د جهاد او مجاهد كليمه په ترهګر او تروريست واوښته، د تېر وخت فاتح او مفتوح دواړه په يوه ميز د غربي ډيموكراسۍ ډول ته څڼې واچولې، د جهاد يوازې نوم پاتې شو، د مجاهد نوم د غله او ډاګو ځاى خپل كړ، پر غربي دسترخوان پخوانى كمونست او اخوانى ګډ شخوندونه وهي، خو دا ولس لا اوس هم په وينو كې شټيږي، پر دې ولس اوس هم د غمونو او ماتمونو ويرجنه فضا حاكمه ده، كه 35 كاله وړاندې مو هېواد د شوروي ځواكونو له خوا يرغمل شوى وو، خو د سرونو د قربانيو په مقابل كې ازاد شو، اوس خو له څلويښتو زياتو استعماري قوتونو خپلې ګونډې وهلي او لكه د دوه سرې اژدها په څېر د دې ملت وينې زبيښي، د جهاد او مقاومت رهبران چې سرچپه د ډيموكراسۍ ډولونو ته غوړې كړې څڼې اړوي ولې خپل غږ نه پورته كوي؟ ولې د سياګرد، پنجوايي، لوګر، ننګرهار، لغمان، فراه، زابل، اوزګان، هلمند، كندز، ميدان وردك، غزني پېښو په مقابل كې دغو ناولو وحشي ځواكونو لاسونه نه لنډوي، آيا د دوى ايمانونه له حفيظ الله امين نه هم كمزوري شول؟
امين د خپل واك پر وخت كې روسي سفير د افغاني ارزښتونو په سپك ګڼلو سره په مخ پر څپيړه وواهه او له هېواد يې وشاړه؛ خو د جهاد او مقاومت رهبران د پنجوايي د پېښې په اړه چې يوه وحشي عسكر لخوا د يوې كورنۍ 16 غړي له وژلو وروسته وسوځول شول، غلي ناست دي.
همدارنګه مو د هېواد فضا اوس هم د پرديو چورلكو نيولې، هره ورځ بمبار، هره ورځ مړي، هره ورځ د افغانانو په كورونو چاپې او هره ورځ د افغانانو د ناموس او عزت بې عزتي كېږي، د ځينو معاملو ګرو مجاهدو رهبرانو له كبله مو د دوو پيړيو د تاريخي وياړونه څلي وشړېدل او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
د هېواد اوسنى يرغل له پخواني يرغل نه څو چنده خطرناك او بوږنوونكى دى، كه جهادي مشران مو د بې خودۍ درمل بس نه كړي او راويښ نه شي او د مظلوم ملت له سره د جابر او ظالم لاس ونه نيسي، نو دا ملت به هم په خپلو وينو كې شټيږي او دوى به هم د تاريخ په پاڼو كې په زرين قلم د غلام او ګوډاكي لقب خپل كړي.