د جدي ۶ د روسي اشغال یادونه او د امریکایي اشغال جریانونه

لیکوال : ابو حدیر
کالم : توره لیکل کوي

د نن څخه پنځه دیرش کاله مخکې په د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ افغان مظلوم ولس د اتحاد جماهیر شوروي د نظامي هوایی او ځمکني یرغل شاهد ؤ، د شوروي تر سلو زرو ډیرو عسکرو، په زرهاوو ټانګونو او سوونو جنګي طیارو د شپې په تیاره کې د افغانستان په حریم یرغل وکړ او په لومړیو عملیاتو کې یې د وخت واکمن خلقي مشر حفیظ الله امین وواژه او پرځای یې د دوي ګوډاګی او په ټانګونو سپور ببرک کارمل د قدرت په ګدۍ کیناوه.

اګر که روسانو د خپلو لاسپوڅو په ذریعه د پخوا څخه په افغانستان کې د کمونیستي عقیدې د ترویج او فکري تسخیر لپاره کار پیل کړي وو او په دې توانیدلي وو چې د خپلو لاسپوڅو په ذریعه ۷ د ثور خلقي کودتا رامنځته کړي خو څرنګه چې دوی د قدرت او قوت مستۍ په سر اخیستې وو او په خپلو لاسپوڅو (حزب دیموکراتیک خلق افغانستان) خلقیانو او پرچمیانو ډاده وو چې افغانستان یې ورته په فکري لحاظ تسخیر کړی نو ځکه په ټانګونو او طیارو سپاره افغانستان ته داخل شول.

روسي لښکرې د لسو کلونو جنګ، ظلم او وحشت سره ونه توانیدل چې افغانستان تسخیر او اشغال ته ادامه ورکړي، افغان مجاهد او غیرتي ولس د روسي لښکرو په خلاف په تش لاس او وږي نس جهاد پیل کړ، یونیم ملیون شهیدان او په ملیونو یی زخمیان او هجرت ته مجبور شول ، د شورویانو ۱۴ زره عسکر مردار او تر څلویښت زرو یې ډير زخمیان شول . د افغانانو دغه قربانۍ او شهامت روسان مجبوره کړل چې د لسو کلونو جنګ وروسته د افغانستان څخه ووځي ، چې د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶ د روسانو وروستی عسکر د افغانستان څخه ووت. په افغانستان کې له شکست وروسته اتحاد جماهیر شوروي مات او په ټوټو وویشل شو ، او افغانانو نړیوال د شوروي له تهدید څخه وژغورل.

نن ۶ د جدي ۱۳۹۳ مونږ د روسي اشغال په داسې حال کې یادونه او غندنه کوو چې په افغانستان کې د امریکایی اشغال شاهدان یو.

امریکایان په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روسي اشغال له سرسختو مخالفینو څخه وو او په نړیواله سطحه یې ددې اشغال په خلاف کمپاین کاوه او د اشغال په مقابل کې یې د افغان مجاهدینو سیاسي او مالي حمایت هم کاوه ، د افغانانو میړانه ، قرباني او د اتحاد جماهیر شوروي شکست او ټوتې کیدل یې په سترګو ولیدل بیا یې هم په افغانستان د حملې جسارت وکړ او د تسخیر خوبونه یې ویني، افغانانو د روسي یرغل په څیر امریکایي یرغل ته هم سر ټیټ نکړ او په داسې حال کې یې په مبارزه لاس پورې کړ چې د روس په شمول ټوله دنیا د امریکا په څنګ کې ولاړه وه ، د پنځوس ملکونو عسکر عملا د امریکایانو سره افغانستان ته راغلل اوپاتې نورو هیوادونو یې سیاسي او مالي حمایت وکړ ، د روسي اشغال برخلاف چې روسانو ته په افغانستان کې یوې ډلې ښه راغلاست وویل بلکه د یوې ډلې پرته ټول د اشغالګرو سره ودریدل او د مظلومو افغانانو د وژلو او ځورولو ننداره یې وکړه.

خو الحمدلله نن دیارلس کاله وروسته امریکایان او د دوی خارجي او داخلي متحدین د ښکاره شکست او رسوایي سره مخ دي ، په نظامي لحاظ یې زرګونه عسکر مړه او ټپیان شول او په زرګونو هم لیوني، په مالي لحاظ د یوې احصائيې مطابق د ۱۱ سپتمبر وروسته په جګړه باندې د امریکا تر ټریلیون (زر بلیون) ډالرو پورې مصرف شوي چې د امریکا اقتصاد یې تر ډیره خراب او په ملک کې یې بې کاري ایجاد کړې. په سیاسي لحاظ یې په دنیا کې هغه حیثیت ختم شو چې چا به د امریکا د پریکړو سره مخالفت نشو کولی، په تبلیغاتي لحاظ د ترهګرۍ په ختمولو کې په بشپړه توګه پاتې راغله بلکه د دوی په اصطلاح ترهګري یې لا زیاته کړه، د القاعدې د ختمولو پرځای داعش منځته راغی چې د دوی له قوله د داعش مقابله به لس کاله نور وخت واخلي، په افغانستان کې یې نه یوه منظمه او مردمي اداره جوړه کړه او نه یې هم د ګاونډیانو په رقابت کې قوي فوځ، بلکه د دې دواړو څخه یې په وقتي توګه استفاده وکړه د کابل اوسنۍ اداره امریکایانو په داسې ترکیب جوړه کړې چې دوی به ترپایه د خپل منځني مسایلو څخه فارغه نشي چې د ولس مسایل واوري او حل یې کړي.

نن چې امریکا د مجاهدینو د قربانۍ او مقاومت له کبله د وتلو په درشل کې ده او غواړي چې د عملي پراخ نظامې حضور پرځای عنوانی او سمبولیکي حضور ولري پکار ده چې مجاهدین ابتکار په خپل لاس کې واخلي او د خارجي قواوو د وتلو څخه اعظمي استفاده وکړي لکه څنګه چې په جنګ کې یې شاهکاري او میړانه ښکاره کړه او کوي یې په سیاست او مفاهمت کې دې هم خپل صلاحیت ښکاره کړي ، افغانان دې د امریکایانو په وتلو کې یوه خوله کړي، موافق او مخالف باید ټول په یوه خوله امریکایان جواب کړي، نړیوال چې تر ډیره د افغانستان د قضیې حقیقت ورته روښانه شوی د افغانستان د مسلې په اړه له ځانه سره ملګري کړي او امریکا دیته مجبوره کړي چي د افغانستان په اړه واقعیتونه ومني او افغانانو ته حق ورکړي چې خپل وطن او نظام جوړ کړي ، مونږ افغانان اشغالګرو په جنګ او زور سره نه یو مات کړي خو په سازش او دسیسو یې مات کړي یو ، داسې نه چې خداي مکړه د تیر جهاد په څیر د بریا وروسته مونږ د یو واقعي اسلامي او افغان شموله نظام په جوړولو ونه توانیږو او د جهاد ثمره مو پوره په لاس رانشي.

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم :

    خر هماغه ، اسپ هماغه صرف وخت کته او خورجین یی بدل شوی دی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.