fbpx

کرکټ: سعید اجمل به نړیوال جام کې نه لوبیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان ویلي چې سعید اجمل د پاکستان ملي لوبډلې تر ټولو غوره توپ اچونکی به راتلونکی نړیوال جام کې کوم چې راتلونکی زیږیدیز کال د فبروري په میاشت پیلیږي لوبه ونکړي.

یوې برتانوي خپروندویه ادارې ته شهریار خان ویلي چې سعید اجمل به نړیوال جام کې نه لوبیږي او شهریار خان به دغه اعلان یو دوه ورځو کې مطبوعاتي غونډې ته وکړي.

نوموړي وویل چې سعید اجمل نه غواړي د کرکټ نړیوالې ادارې بایومکینک ازموینه کې برخه واخلي او هغه تجربه لرونکي روزونکي چې د سعید اجمل توپ اچونې طریقه بدلولو لپاره کوښښ کوي ویلي چې تر اوسه هم د سعید اجمل توپ اچونې طریقه سمه نه ده او توپ اچونې طریقې بدلولو لپاره ډير وخت ته اړتیا لري.

پاکستان کرکټ بورډ مشر ویلي چې سعید اجمل به له ثقلین مشتاق سره خپل تمرین ته ادامه ورکوي او کوښښ به کوي چې د ثقلین مشتاق په وړاندې شوي طریقو عمل وکړي.

د محمد حفیظ په اړه شهریار خان وویل چې نوموړی به دوه ورځې وروسته د ازموینې په موخه هندوستان ته سفر کوي او مونږ هیله لرو چې محمد حفیظ دواړو ازموینو کې بریالی شي.

د سعید اجمل توپ اچونې طریقه د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا ناسم ګڼل شوی و چې اوس ثقلین مشتاق د نوموړی توپ اچونې طریقه د کرکټ نړیوالې ادارې قوانینو مطابق برابرولو کوښښ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د