نړۍ

د واشنګټن په يو هوټل کې پنځه تنه په چاړه ووهل شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): د امريکا پلازمېنه واشنګټن په يو مشهور هوټل کې پنځه تنه په چاړه ووهل شول.

رويټرز خبري اژانس د واشنګټن د پوليسو مشر له قوله ليکلي، چې دا پېښه پر ځايي وخت د شپې دولس نيمې بجې شوې او د پېښې پنځه واړه قربانيان رغتون ته لېږدول شوي دي.

د واشنګټن پوليس وايي، چې پېښه سپينې ماڼۍ ته په څو مترۍ کې نژدې شوې ده.

د پېښې د قربانيانو هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

اريزونا کې يو بل پوليس افسر ووژل شو

اسوشيټيډ پريس د اريزونا ايالتي چارواکو له قوله وايي، چې تېره ورځ ماسپښين ۱:۳۰ يو ۲۴ کلن پوليس افسر د ناڅرګند وسله‌وال په ډزو ووژل شو.

پوليس وايي، چې بريدګر پر نوموړي پوليس څو ډزې وکړې او روغتون ته پر لار يې ساه ورکړه او د بريدګر د لټون پر مهال يې د پېښې ځای ته نژدې په يو کونج کې مړی وموندل شو او داسې ښکاري، چې ځانوژنه يې کړي وي.

چارواکي وايي، چې وژل شوی ۲۴ کلن پوليس سيټوارټ هاډ نومېده او يو کال يې د پوليسو په ليکه دنده تر سره کړې وه.

تېره اونۍ د نيويارک ښار دوه پوليس هم د ګزمې پر مهال په يو غلچکي بريد کې وژل شوي وو. له هغې وروسته فلوريډا ايالت کې يو بل امريکايي افسر هم په يو غلچکي بريد کې وژل شوی و.

په دې وروستيو کې د امريکا په ګډون ګڼو لويديځو هېوادونو کې مرموزې وژنې او غلچکي بريدونه ډېر شوي دي.

يو شمېر امريکايي چارواکي فکر کوي، چې دې بريدونو کې د اسلامي دولت لاس دی او دغه جهادي ډله د انټرنيټ پر مټ امريکا او نورو لويديځو هېوادنو کې ځوانان ځانته راجلبوي او په تلخونو کې يې روزي او بيا يې د چارواکو او امريکايي ولس د وژنو لپاره پر دندو ګوماري.

امريکا کې د اسلامي دولت د ګواښونو سربېره يو ځل بيا د سپين پوستو او تور پوستانو تر منځ شخړې او توکميزې جګړې پيل شوي دي.

څه موده وړاندې د امريکا ميسوري ايالت فرګوسن او نيويارک کې سپين پوستو پوليسو په دوو جلا جلا پېښو کې دوه تورپوستي امريکايان وژلي وو او امريکايي محکمې دغو دواړو سپين پوستانو ته براءت ورکړ.

د امريکا په لروبر کې تورپوستانو د محکمې د پرېکړې په غبرګون مظاهرې او لاريونونه پيل کړي او دغه مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي، چې تر اوسه په کې ګڼو ملکي او دولتي وګړو او املاکو ته زيانونه اوښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

خدایه ته پکښی برکت واچوی! آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x