پولیس د ایل جي (LG) پر دفترونو حمله کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): موده مخکې سامسنګ کمپنۍ تور پورې کړی و چې د ایل جي کمپنۍ لوړ پوړي چارواکي د برلین نندارتون څخه وړاندې د دغې کمپنۍ وړاندې کیدونکي تولیداتو ته زیان اړولی.

په همدې اساس جنوبي کوریا د پولیسو کارپوهانو د ایل جي کمپنۍ په اصلي او نور رسمي څانګو حمله کړې تر څو وڅیړي چې د ایل جي کمپنۍ مشرانو په قصدي ډول د سامسنګ کمپنۍ تولیداتو ته زیان اړولی او که نه.

د «کره هرالد» کوریايي شبکې راپور پر بنسټ د ایل جي کمپنۍ پر مشرانو تور پورې شوی چې دوي په قصدي ډول د سامسنګ کمپنۍ الکترونیکي تولیداتو ته کوم چې د برلين نندارتون ته وړاندې شوي وو زیان رسولی.

پولیسو سره شته او ټول شوي شواهد ښيي چې د ایل جي کمپنۍ د دغې کمپنۍ کورني تولیداتو مدیر «چوسانګ جین» د برلین نندارتون څخه د کتنې پر مهال کوم چې د سپتمبر په میاشت کې ترسره شوی و د سامسنګ کمپنۍ کالي وینځلو سمارټ ماشین ته په قصدي ډول زیان رسولی.

پولیسو همدا راز د ایل جي کمپنۍ له دفترونو څخه کوم چې په یویدو او سوول ښارونو کې موقعیت لري ځینې نور اوزار هم چې ګومان کیږي دغه څیړنه کې مرسته وکړي د پولیسو مرکز ته انتقال کړی.

د ایل جې کمپنۍ مدیر چوسانګ جین د سامسنګ کمپنۍ څلور د کالي وینځلو سمارټ ماشینونه چې کریسټل بلو (Crystal blue) نومول شوي وو ته د نندارې له پیل څخه وړاندې زیان اړولی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د