ورزش

ریال ماډرېډ: ګریټ بېل په ۳۰۰ ملیون یورو هم نه پلورو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): د ریال ماډرېډ شخصي لوبډلې مشرانو د مانچستر یونایټډ لوبډلې ته ویلي چې ګريټ بېل په ۳۰۰ ملیون یورو هم نه پلوري.

منچستر یونایټډ لوبډلې وروسته له هغې د ګرېټ بېل پیریدلو غوښتنه وکړه چې یوې نجومې دغې لوبډلې ته ویلي چې له ګرېټ بېل سره به دغه لوبډله ډیرې بریاوې تر لاسه کړي.

ګرېټ بېل د ریال ماډرېډ مشر د خوښې لوبغاړۍ او د دغې لوبډلې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی د کوم په اساس چې ریال ماډرېډ لوبډله په هیڅ ډول نه غواړي دغه لوبغاړۍ وپلوري.

ګرېټ بېل څه موده مخکې د ډیر اوچت قیمت په بدل کې ریال ماډرېډ لوبډلې ته راغي خو نوموړي ډیره لږه موده کې خپل ارزښت د ریال ماډرېډ لوبډلې ته ثابت کړ.

دغه لوبغاړي په ډیرو مهمو سیالیو کې لکه اروپا، د اروپا سوپر جام او د نړۍ شخصي لوبډلو جام کې ښه وځلید او ځان يي د ریال ماډرېډ لوبډلې تکړه او مهمو لوبغاړو منځ کې ځای کړ.

د ریال ماډرېډ مشرانو د منچستر يونایټډ لوبډلې ته وویل:« مونږ نه غواړو ګرېټ بېل وپلورو نه په ۱۵۰ ملیون یورو او نه هم په ۳۰۰ ملیون یورو.»
بېل اوسمهال ۲۵ کلن دی او کولی شي ډیر زیات پرمختګ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x