افغانستان

کابل: لومړۍ امنیتي حوزه کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې چاودنه وشوه.

د لومړۍ امنیتي حوزې د پولیسو امره وايي چې چاودنه له پامیر سینما سره جوخته د پولیسو په موټر شوېده.

جمیله بیاض وايي، چې په چاودنه کې  دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د هغې په خبره چاودنه د مقناطیسي ماین په وسیله چې په رینجر پورې نښلول شوی و، رامنځ ته شوې ده.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه ناوخته هم په ارزان قیمت سیمه کې چاودنه وشوه.

د کابل پوليسو وياند وویل، چې د کابل ختيځ دولسمه حوزې اړوند ارزان قيمت کې يوه درنه چاودنه وشوه.

د دواړو چاودنو د کره تلفاتو او مسوولیت اړوند چا څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x