خبرونهنړۍ

داود اوغلو: د ترکیې بیرغ د مظلومو ولسونو د دفاع سمبول ګرځېدلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو ویلي چې د ترکیې بیرغ د فلسطین او سوریې سربیره په نړۍ کې د مظلومو ولسونو د دفاع په سمبول بدل شوی.

ښاغلی داود اوغلو وايي:
«سور بیرغ [چې موخه یې د ترکیې بیرغ وه] نه یوازې زمونږ د خپلواکۍ او استقلال نښه ده، بلکې د نړۍ له مظلومو ولسونو سره د مرستې او ملاتړ سمبول ګڼل کیږي».

نوموړي په دې هیواد کې د (عدالت او پرمختیا ګوند) مهالنۍ غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې بیت المقدس یوازې د فلسطینیانو نه بلکې «د ترکیې خپله مساله» ده.

نوموړی زیاتوي چې دوی د فلسطیني ولس د ملاتړ له کبله په دوامداره توګه د پوځي کودتا له ګواښ سره مخ دی. ښاغلی داود اوغلو وايي:
«لکه څرنګه چې په ۱۹۸۰ کال له بیت المقدس څخه زمونږ د دفاع له امله په ترکیه کې پوځي کودتا رامینځته شوه، اوس هم له کومې ورځې چې مونږ په دافوس کې بیت المقدس خپله موضوع ګڼلې د کودتا ګڼې هڅې کیږي».

د نوموړي اشاره د پخواني لومړي وزیر او اوسني ولسمشر رجب طیب اردوګان هغو څرګندونو ته وه، چې په ۲۰۰۹ کال یې د سویس په دافوس ښار کې د یو کنفرانس پر مهال پر اسراییلي ولسمشر «شیمون پیرز» مخامخ نیوکې وکړې او اسراییلي رژیم یې د «بې ګناه ماشومانو» قاتل وباله. د کنفرانس دایروونکي د وخت د کموالي په پلمه د ښاغلي ادروګان خبرې قطع کولې خو نوموړي به بار-بار همدا غوښتنه کوله چې «یوه دقیقه» وخت راکړه، چې بالاخره ښاغلي اردوګان په داسې حال کې د غونډې له تالار څخه واووت چې ویل یې «بیا به هیڅکله د دافوس کنفرانس کې ګډون ونه کړم».

د ښاغلي «داود اوغلو» په وینا د کودتا دغه هڅې وروسته له هغه ترسره کیږي چې کله دوی د سویس په دافوس ښار کې د «یوه دقیقه» غږ پورته کړ.

ترکیه په سیمه کې یو له هغو هیوادو څخه دی چې تل یې د فلسطیني ولس ښکاره دفاع او پر اسراییلو بربنډې نیوکې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x