افغانستان

د جون د میاشتي تر نیمايي پوري به د طالب مشرانو نومونه د تور لیست څخه ووزي

salam_zayeefنن ټکی آسیا: دملګرو ملتونو امنیتي شوری  پلان لري چي د ځینو طالبانو مشرانو نومونه د تور لیست څخه وباسي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۹۹ کال د ۱۲۶۷ پریکړه لیک د کميټي رئیس پيترویتیګ په کابل کي یوې خبري غونډي ته ویلي چي د افغانستان د دولت د غوښتني سره سم به د ځینو طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو د تور لست څخه وویستل شي.

نومړي وویل چي پر دغه لیست کار روان دی ، او ټاکل شوې ده چي د رواني میاشتي جون تر نیمايي پوري به دغه کار وسي، او نومونه به وایستل شي.

کله چي د نومړي څخه پوښتنه وسوله، چي ایا د طالبانو سره د مذاکراتو او خبرو اترو په موخه دا اقدام کوي، زیاته کړه چي د لست څخه د نومونو ایستلو په اړه پريکړي د پراخو معلوماتو له مخي چي د غوښتونکي هیواد له خوا وړاندي کیږي، نیول کیږي.

نومړي وویل چي د ملګرو ملتونو د تور لسټ یو کمیټه یو معیار ټاکلی، او څیړنه کوي چي ایا هغه کس چي نوم یی ددغه لسټ څخه ایستل کیږي ایا اوس هم نړیوال امنیت ته ګواښ را منڅته کوي او که نه..

هغه وویل چي په دي کي شک نسته چي د طالبانو د ډلي د کسانو د نومونو ایستل په افغانستان کې سیاسي حالت او وسله والو مخالفینو سره له خبرو اتور سره تړاو لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا او د سولي مشورتي جرګې په وار وار د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې وه چي د ځینو طالبانو نومونه باید د دغه لست څخه وایستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x