نړۍ

له اندونيزيا سينګاپور ته تلونکې الوتکه ورکه شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): اندونيزيايي چارواکي وايي، چې د اير ايشا هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه د اندونيزيا له سورابايا هوايي ډګره سينګاپور ته روانه وه، چې پر ځايي وخت ۷:۰۰ بجې يې له رادار سره اړيکه پرې شوه.

اندونيزيايي چارواکي وايي، چې دغه qz8501 نمبر مسافر وړونکې الوتکه وه، چې د عملې په ګډون ۱۶۲ مسافر په کې سپاره وو.

د ترانسپورټ وزارت يو لوړپوړي چارواکي هادي مصطفی رسنيو ته وويل، چې د ورکې شوې الوتکې لټون یې پيل کړی، مګر تر اوسه يې کوم پرمختګ نه دی کړی.

اندونيزيايي چارواکي وايي، چې الوتکه کې سپاره ۱۴۹ تنه د اندونيزيا، يو د برتانيا، درې د کوريا، او يو د سينګاپور دی او پاتې نور د الوتکې خپله عمله ده.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال د مارچ پر اتمه نېټه د ماليزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه هم ورکه شوې، چې تر اوسه يې درک نه دی لګېدلی.

د ماليزيايي الوتکې په اړه تېره اوونۍ د فرانسې د هوايي کرښې پخواني مشر رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د ماليزيا مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې نه ده، بلکې د امريکا سمندري ځواکونو ويشتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x