حکومتونه ولې مجرمين سهار وختي اعداموي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): ډېری خلک پوښتنه کوي، چې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې د بل وخت پر ځای ولې سهار ملا اذان مهال مجرمان اعداميږي.

ويل کيږي، چې سهار وختي د اعدام وخت ټاکل يو څه ديني او ټولنيز اړخونه لري.

په لويديځو هېوادونو کې مجرمين نيمه شپه اعداميږي، مګر اسلامي نړۍ کې بيا اعدام سهار ملا اذان مهال وي او ويل کيږي، چې دې وخت کې د اعدام پرېکړه يو شمېر دلايل او لاملونه لري.

اعدام ځکه سهار وختي وي، چې د اعدام شوي مجرم کورنۍ او دولتي مسؤولين خپل لازم کارونه ترسره کړي. د مثال په ډول مسؤولين ټول هغه دفتري کارونه او دوسيې سرته ورسوي، چې اعدام پورې تړلي وي او د مړي جسد پر وخت د مړي وارثانو ته وسپاري.

دوهم لامل يې دا ښودل کيږي، چې د مړي کورنۍ هم مړی پر وخت تر لاسه کړي ، د جنازې او تکفين مراسم پر وخت ترسره کړي؛ ځکه چې اسلام امر کوي، چې مړی بايد ژر تر ژره خاورو ته وسپارل شي.

درېيم لامل يې دا ښودل شوی، چې مجرمين سهار وختي ځکه اعداميږي، چې دغه مهال د تاوتريخوالي او لانجو وېره نه وي او دغه مهال زندان کې هم ټول بنديان ويده وي.

څلورم: له رواني پلوه ويل کيږي، چې سهار مهال سړی له ذهني پلوه ارام وي.

وروستی لامل يې دا ښودل شوی، چې د حکومتونو په ګومان مجرم سړی ځکه سهار وختي اعداميږي، چې دغه وخت د ورځې پيل وي او سړی د سهار له لمانځه وروسته په دار کيږي او بالاخره اعدام شوی سړی د سهار له لمانځه وروسته خپل رب ته ورځي او د مسلمان وروستی ارمان هم دا وي، چې له سجدې او لمونځ وروسته د رب حضور ته ورشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د