نظــر

کرزي د کارمل او غني د نجیب ځای ونیو – درېیمه برخه

الحاج استاذ بیانزی

همدې ته نړیواله رسمیت پيژندنه وايې

پر دې نه چې مونږ ډیر طاقت لرلو د امریکایانو ، روسانو او انګریزانو په شان مو کمزوري اولسونه او مظلوم بشریت د خپلو پښو او زور ازمايې لاندې ونیول، د خاورو سره مو خاورې کړل، د سپټمیر د یوولسمې پیښې په شان مو شيطاني فتنې پلان ګذاري او عملي کړې او د مظلومانو ځورولو ته مو بډې راووهلې په زرونو میلو فاصلې مو تر پښو لاندې کړې او … داسې نور بلکه پر دې چې مونږ د هماغه وحشي فرعوني طاقتونو سره له مقاومت او شجاعت څخه کار واخست ، تسلیم نه شو ، له مرګ او درده ونه ډاریدلو ، مرګ له مو په لیوالتیا غیږ ورکړه ،د نورو د ژوند عزت او پت ساتلو د پاره مو مرګ د ځان ژوند او ژوند مو د ځان مرګ وبللو د نورو د کورونو د اباد ساتلو د پاره مو خپل کورونه د همدغه وحشي یرغلګرو په ټانکو او الوتکو کندې کندې او وران کړل .

د وحشي زندانو د پرله پسی شکنجو ته مو غاړه کېښودله تر دې چې د وحشي سپو سره به يې په جنګ اچولو ، په جسدونوبه يې متیازې او لا به يې په ساتلو سپو زمونږ غوښی خوړلی ، کوچنیان به يې زمونږ او مونږ به يې د خپلو کوچنیانو په مخ تعذیبولو ،حلالولو او وژلو لاسونه او پښی به مو تړلی د یو او بل سره مو لاس اړونه نه شوه کولی ، دا ټولی ستونزی مو پر دې وګاللی چې انسان باید د الهی شریعت دننه خپلواک ژوند تیر کړی غلامی او استثمارول له انساني ټولنو لرې شي د وحشي طاقتونو مخه مو په خپلو بی دریغه او بی ساری قربانیو او تشو لاسونو ونیوله د نړۍوالې مافیه او دهشت ګرو ( د سکولرو دېموکراسی پلويانو سره چې هر اړخیزه مادې توانايې درلودله ) په ډيره مېړانه ، ټینګ ایمان او اوچت مورال وجنګیدلو .

په هر صورت ، انګریزان چې په جنګ کې بیغیرته مګر په چال او فریب کې د نړۍ تر ټولو قومونو ګیدړ فطرته او شيطان قوم دې د روسانو ماته يې د ځان د پاره طلايې چانس وګاڼه له افغانانو څخه د غچ اخیستنې په پلمه يې روسان هم د افغان مجاهدېنو په مقابل کې د ځان سره پر دې بیه د ځان سره ملګری کړل چې له افغانستان څخه به يې روغ رمټ باسی پر دې واسطه يې د روسانو د وخت خولیدلی مرغی بیا ښکار کړه چې پر دې واسطه به له یوي خوا د نړۍوال حکومت تاسیسولو پروژه تیزه کړی او هم به يې له افغانانو خپل پځوانی غچ هم اخستی وي روسانو سره يې غوږونه او جیبونه نزدې کړل چې خولیدلی مرغی تری خپله کړی او روسانو به هم خپل غچ اخستی وي .

دا چې وايې چې مسلمانان په یوه او کفار په بل ملت واحد کې سره قرار لری روسانو افغان مجاهدېنو ته د سر ښکته کولو او یا د یوي روغی جوړی کولو په ځای د انګریزانو او روسانو سره د افغانانو د لا پرزولو او زورولو د پاره پښی او لاسونه یو ځای کړل روسانو افغانستان انګریزانو او امریکایانو ته حواله کړو له هغه وروسته روسان د انګریزانو په مرسته زمونږ له هیواده ووتل او خپل اخرنی غلام داکتر نجیب يې ارګ کې یتیم او ځانله پریښودلو .

د نجیب ذلیله دوره سره د دې چې د غني له دوری سره په ځینو مواردو کې ورته هم وه یو ورته والی يې هم دا چې باداران يې د ماتو سره مخ او دوي يې یتیمان پریښودل او داسې نور .. مګر په ډیرو نورو مواردو کې د نجیب اداری د غني تر اداری ډیره پیاوړتیا ، ثبات او ځانګړتیاوي درلودلی چې له امله يې نجیب دری کلونه نسبی ارام حکومت وکړو په داسې حال کې چې د غني ریس کېدل د امریکا په سفارت کې تر سره ، سفارت د دې د پاره چې ارګ نور هم بی رنګه او بی خونده کړی بل ریس جمهوری يې ورسره په څنګ کې او رولا غني ورباندې د پاسه دریمه ریسه کړه چې تر دواړو يې صلاحیت او باور زیات دې یعنې د عیسوي رولا غني په واسطه هماغه د تثلیث فرضیه په ارګ کې په عملي بنه کې عملي کړه چې د نړۍ په تاریخ کې داسې خندا اوره ، ذلیله او بی ثباته خپلواکه خو څه چې غلامه اداره هم نه ده جوړه شوي چې دومره دې بلواکه او ذلیله وي .

د داکتر غني او داکتر نجیب د غلامو ادارو مقایسه :

د امریکاایانو د وتلووخت کې د امریکایانو د اخری غلام ( داکتر غني ) د اخری غلامی اداری او د روسانو د وتلو وخت کې د روسانو د اخری غلام ( داکتر نجیب ) د اخری غلامی اداری سره د مقایسې ځینې ټکي به د وطنوالو سره په لاندې ډول شریک کړم :

اول : د نجیب سره ډیر شمیر پښتنو کمونستانو ملتیا درلودله چې باور يې پری کولی شو یا رازونه يې ورسره شریکولی شول مګر دا هغه وخت وو چې د هغه وخت کمونستانو د خپل ژوند د ساتلو له خاطره ورسره هم وفادار وو . د غني وخت کې د غني باوری او وفاداره کسان هم غربي او شرقي ایزمیان دې مګر د مقاماتو او مادې لاسته راوړنو د خاطره ورسره ملتیا لری که هغه مقامات د دوهم جمهور ریس سره نیمايې کړی د غني ډير ملګری خوابدې او د عبدالله ډیر ملګری به هم خوابدې شي یعنې د دواړو ملګری تر مهمو چوکېو څو ځلی زیات دې چې دا کار به د ع او غ ترمنځ او هم به د هر یو ټیم تر منځ بزکشي او ډیره بی ثباتی به رامنځته شي .

دوهم :د نجیب سره په جمهوری ریاست کې بل جمهور ریس شریک نه وو مرکزی قومانده يې ويشل شوي نه وه چې په مرکز او ولایاتو کې دې د لوي مقامونو چوکې څه د یوه او څه د بل وي د ع او غ له خوا ټاکل شوي لوړ مقامات به د خپل مشر دستور تر سره کوي او د هغه بل د دستور او امر مخالفت به کوي. هماغه د دوه خدایانو خبره چې یو به باران او بل به شين اسمان جوړوي

دریم : نجیب له اوله د پرچم د ګوند د مرکزی شوری عمده غړی وو ، او د حکومت وخت کې هم لکه یو وخت د خاد ریس او داسې نورې مهمی دندې يې ترسره کړی وي او په اواخرو کې ریس کل هم جوړ شو یعنې په حکومتی او سیاسی تجربو کې ورسره غني د مقایسې وړ هم نه دي.

څلورم : نجیب د د غني پرتله خپل دوستان او دشمنان ډير ښه پيژندل د وزیرانو ټاکنه خو څه چې د یو ولسوال او ادنی قوماندان په ټاکنه کې يې ستونزه نه درلودله ولی غني د دغی پیژندنی د کموالی له امله په دری میاشتو کې وزیران ټاکلی نه شي د دوستم او ضیاع مسعود په شان بی سوادان ، او له سیاسته نا خبره ( چې د مظلوم اولس په وينو يې تر څنګلو لاسونه سره دې ) د اول او دوهم معاون په حیثیت له ځانه سره ټاکي چې له امله يې د ده د متفکری هغه جعلی لقب چې امریکایانو په تقلب او کاری ورکړی وو، متقلب ، جعلی او بی ماهیته ثابت شو په دری میاشتو کې يې چې وزیران نه شي پيدا کولی ولسوالان خو به د خپل ریاست تر اخره پیدا نه کړی که ژوندې پاتی وو .

پنځم : نجیب ته به ځینو د ری اتشه پر دې ويلو چې د وطن د ګوند په جوړولو يې د خلق ، پرچم او افغان ملت پښتانه ایزمیان ځانه سره یوځای کړل له کمونیستي څخه نیشنلیستي ته واوښت د غفارخان د مړی په راوړلو يې د نشنل عواملی نیشنلیستي ګوند هم د ځان ملګری کړ.غني ته حتی د دوه اتشه یادول هم کمزوری دې غني د نجیب سره د کوم مقام د ترلاسه کولو د پاره کمونست وو نجیب خلک پيژندل ګټه يې ورته ونکړه نو غني صاحب لويدېز ته مخه کړه د رولا غني په ودولو يې د سکولریزم او عیسويت دوهمی اتشي ته ونومول شو چې په دوهمه اتشه کې اوس له اولی اتشي هم کار اخلی یعنې پلويان يې ټول پخوانی پشتانه کمونستان دي .

شپږم : نجیب د سیاسی ژوند دوره کې تر اشرف غني کم عمره او انرجی يې زیاته وه ولی غني بیچاره د ۶۵ کلونو ، د معدې سرطان لری ، د همدې امله کم وزنه او بی حوصلی دي .

اووم : دنجیب میرمن هر څه چې وه افغانه وه ، او نوم يې ( که کمونسته هم وه ) د مسلمانی وو یعنې د یوي افغانی حساب پری کېدلی شو چې افغانی رازونه اوګټی به خوندې وساتی یعنې د هغو او د نړۍ د اساسی قانون له مخی غیر قانونی نه وه ولی د غني میرمن د بارنی هیواد څخه او ماسونیسته عیسوي ده ، کوم چې د افغانستان او د نړۍ په یوه قانون کې ځای نه لری چې د یو هیواد د جمهور ریس ښځه دې خارجی او له بله دېنه او یا د دې دوه هیوادونو او دېنونو بیعت ولري .

اتم : داکتر نجیب په افغانستان کې زیږیدلی ، روزل شوي او لوي شوي وو ، د غني دخپل عمر مثمره وخت زده کړې او دندې په کفري او د اشغلګرو په هیوادو کې تیر کړی یعنې دېن خو پریږده د افغانی کلتور او فرهنګ سره هم نابلده دې بارنی فرهنګ ته په افغانی فرهنګ ترجیح ورکوي د ده او د کرزي دواړو جمهور ریس کېدل غیر قانونی دې هغه کمیسون چې د ده نومول يې منلی او هاغه کسانو چې ورته ووت ورکړی یو افغان ته يې ووت نه دې ورکړي .

نهم : نجیب د روسی یا بل کوم هیواد هويت او شهریت نه درلود افغانی کمونست وو ، ولی اشرف غني د امریکا او میرمن يې د لبنان هويت او شهریت لری ، میرمن يې عیسوي او دې هم ورسره کلیسا ته ملګری یعنې دې هم ورسره عیسوي شوي چې دا کار د غني د ریس کېدلو څه چې د ولسوال کېدلو کېفیت او اهلیت هم له لاسه ورکوي د افغانستان همدغه دموکراتیک قانون او یا د نورې نړۍ اساسی قوانینو ته مراجعه وکړي .

لسم : د نجیب په مقابل کې مخالفین یا مجاهدېن اوه جلا جلا ويشل شوي ګوندونه وو نجیب کولی شول چې خپلو کې يې مخالف کړی مګر د غني په مقابل کې یواځی د یو اسلامی امارت په نوم مجاهدېن جنګیږی چې واحده رهبری ، قومانده او جهادې روحیه لري .

یوولسم : کمونستانو کې د اوسنی دموکراسی پلوه غلامه اداری پر تله اداری فساد ډیر زیات کم وو ولی د اوسنی غلامی اداری د فساد او بی کفایتی کچی د نړۍ ریکارد مات کړو ، دا غلامه اداره د دې فساد او بی کفایتیو له امله يې هم باید په ضد ملی او اسلامی پاڅون وشي .

دولسم : طبیعی ده چې د بداخلاقی کچې په دواړه غلامو ادارو کې زیاته ده ولی د کمونستانو په وخت کې په انفرادې او شخصی ډول مګر په اوسنی غلامه اداره کې د غلامانو او بادارانو سره په ګډه د بزنسونو په ډول تر سره کېږی حتی وزارتونه او ریاستونه ( لکه د ښځو د چارو وزارت او داسې نور او نور ) يې په نامه ځانګړی شوي دې چې د مظلوم اولس کرکه يې ډيره زیاته کړې ده .

ديارلسم : په کمونیستي دوره کې د افغانستا ورانونه ځکه زیاته ښکاریدله چې هر څه مخکې جوړ وو او جوړونه يې کمه پر دې وه چې د روسانو له وتلو وروسته نجیب سره نه د ودانولو بودېجه وه ، نه وخت او نه پلان وو چې هغه ورانی بیا جوړی کړی او بیا وروسته همدغه جنګ سالارانو ( چې د همدغه غلامی اداری چارواکي دې ) لا پسی وران او هر څه يې چور کړل [ طالبان خو په ډیرو ضیقو شرایطو کې لږ تر لږه یو مرکزي حکومتي تشکل يې رامنځته ، امنیت او عدالت يې پلی کړو بهر دننه شيطاني کړی ورسره دشمنی وي له دې زیاته هیله تری نه کېدله ] په اوسنی غلامه اداره کې ورانونه په اطرافو او جوړونه په مرکز کې ترسره کېږی ، د دې په خاطر چې د سرمایداری نظام له مخی زمونږ په هیواد کې لکه د پاکستان په شان طبقاتی ټولنه جوړه کړی چې د غلامی اداری مشران میلونران او بیلونران کړی او نور ټول مظلوم اولس د فقر له کچی ښکته او دغه غلامی اداریته تل مجبوره وساتی ، ووټونه يې په بیه رانیسی ، عسکر ، پولیس او کاریګر يې کړي همدا د سرمایداري هیوادونو د مستعمرو ساتنو طریقه ده .

څلورلسم : روسانو د امریکایانو په کچې نه زمونږ د زمکو لاندې باندې څه غلا کول او نه يې د نشه توکو قاچاق کولو ، د غني په دوره کې ټولو اشغلګرو د الوتکو دروازی وازی پرتی دې د ډالرو د هری بوجی په مقابل کې چې دلته يې راوړی په مقابل کې يې زمونږ له خامو او پخو سل ځله هماغه د ډالرو تشي بوجۍ ډکوي په غرونو او دشتنو کې د القاعدې او طالبانو پسی د لټون په بهانه ګرځی معدنیات او نشه توکې ټولوي او باروي او په څه برخه يې زمونږ د مظلوم اولس ځوان نسل روږدوي د چینایانو په مقابل کې يې له همدې پلانونو کار اخست چې د چینایانو له خوا يې شل زره بکسونه له نشه توکو ډک به ولادې واستک کې وغورځول شول چې هانګ کانګ يې پکې د سلو کلونو د پاره له لاسه ورکړو پر دې مافیاوي بزنسونو کې اوسنی غلامه اداره د بین المللی مافیه سره په اړیکو کې او ډیر يې پری روږد شوي هم دي

پنځلسم : داکتر نجیب په ارګ کې ځانله جمهور ریس وو د غني بیچار سره په عبدالله سربیره رولا غني هم په دواړو ریس جمهوره ده زه نه پوهیږم دوي به ټول وخت د یو بل د پلانونه په خنثی کولو تیروي د دوي د منځه وړلو د پاره مجاهدېنو ته اړه نشته په یوه ارګ کې دری حکومتونه او ټولو ته به له سفارتونو دستورونه دېکته کېږی د نجیب وخت کې دا نه وه .

شپاړسم : یوه پیاوړتیا چې غني صاحب يې په نجیب لری ، هغه دا چې د نجیب وخت کې یو خارجی عسکر او مشاور شتون نه درلود او نه ورسره روسانو مالی او سیاسی مرستی کولی د غني صاحب د پاره چې اشغلګر لا تراوسه وتلی نه دې د پخوا په شان له هر ډول مالی ، سیاسی او نظامی مرستو څخه برخه مند دې حتی د ده او دده د غلامی اداری د لوړپوړو غلامانو امنیت هم د اشغلګرو پوری تړلی دې . نجیب غلام وو مګر د غلامی تړونی يې تر اخره علنی نه وو لاسلیک کړی مګر کرزي بیچاره په نیمه شپه کې او غني پیجاره د جمهور ریس کېدلو اولنی لاسلیک همدغه د غلامی تړون وو دغه کړنه کې زه غني ملامت ځکه نه ګڼم چې شخصی ژوند يې په دغه تړون کې نغښتی وو.

اوولسم : د نجیب وخت کې ټوله نړۍ د نجیب سره مخالفه او دشمنه وه ، د غني وخت کې ټوله نړۍ د غني د بادارانو سره د ډالرو په خوښه یا د مرمیو په زور ملګری ده مګر د سطرنج د تختی په شان هر یو د خپلو ګټو تر شا تمبی ماتوي .

اتلسم : یوه لويه بله ځانګړتیا چې نجیب د غني سره لرله هغه د دوي د غلامو ادارو دننی جوړښت وو او دې چې د نجیب وخت کې دهغو په غلامه اداره کې یوآځی کمونستانو ګدون درلود ، د فارسی اوپشتو او یا د خلق او پرچم په نومونو ورپکې لږه بی باوری وه ، مګر الحاد يې تر منځ ګډ مخرج تشکېلوو ولی په اوسنی غلامه اداره کې چې له مذهبی اخوانیانو ، سکولریستانو او کمونستانو جوړه شوي د باور کولو کچې يې نشته یا ډیره کمه ده .

نورلسم : کمونیستي غلامه اداره کې د روسانو له خوا دومره روبل نه ورکول کېدل او نه يې معاشونه دومره لوړ وو ، که وي هغوي به هم لکه د اوسنی غلامی اداری په شان په دومره لويه کچو فساد او ملی خیانت کې اخته وي ، په اوسنی غلامه اداره کې اول یو لوي اړخ د بل اړخ او بیا د هر اړخ د ننه د مادې لاسته راوړلو او مقاماتو د تر لاسه کولو د پاره یو د بل سره رقابتونه او دشمنی لری په انفرادې کچې یو اخوانی د بل سره ، یو کمونست د بل سره او یو سکولریست د سکولریست سره تر اخری کچی کرکې او بدبینی لری تر دې چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ رقابت او دشمنی د همدې سیاسی قدرت او مادې لاس ته راوړنو د پاره تر دې چې یو د بل وينو چښلو ته تږی او وږی دي .

شلم : د غلامی اداری غلامه اردو ، پولیس او استخبارات لکه د غلامی اداری په شان یو مثلث غیر متجانس څخه متشکل شوي دې چې هر اړخ د خپل اړخ اول د ځان د مړونی او بیا د خپل اړخ د ساتنی او مړونی د پاره کار کوي دستور تر لاسه کوي یعنې د اردو ، پولیسو او استخباراتو له مخی هم هر یو نظامی قوت په دری ځانګړی قوتونو ويشل شوي چې یو د بل قومانده نه منی حتی د یوه بل د وژلو وسی او هڅی لری او یا وخت ته ګوری ، د اوریدولو له مخی ( چې دوي يې خپله وايې ) د اسلامی مقاومت سره د کریدتونو د ترلاسه کولو د پاره اړیکې لری ، پیسی او وسلی ورکوي چې دوي ته څه ونه وايې او رقیبان يې ورختم کړی او یا خپلو کې یو بل د طالبانو په نوم ختموي .

یوويشتم : دا چې روسانو د خپلو غچ اخیستنې د پاره مونږ د همدې جنګ سالارانو په واسطه خپل منځی جنګ ته وهڅولو او یوه لسیزه مو د همدې اوسنی وزیرانو په واسطه ( چې هغه وخت جنګ سالاران وو ) د خپلو ځانونو په وژلو تیره کړه دا هغه خپل منځی جنګونه وو چې طرحه يې انګریزانو جوړه کړی او روسانو هم ورسره مرسته وکړه ، مګر دغه خپل منځی جنګونه د نجیب له حکومت وروسته پیل شول ، دا چې نوي نړۍوال اشغلګرو هم د ماتو سره مخ شول غیر له دې چې مونږ یو ځل بیا هم هغه خپل منځی جنګ ته بیا مخکې کړی چې د روسانو له وتلو وروسته ورته ننوتلو بل بدېل نه لری نو د ع او غ د حکومت رامنځته کول د همدغه ذات البینی جنګونو د خاطره وشول کېدې شي چې ع او غ يې هم د سوخت اومه مواد جوړ شي مګر دا چې په کومه الوتکه کې له حادو حوادثو مخکې وتښتوي .

دوه ويشتم : لکه ببرک چې په خپل مرګ مړ شو کېدې کرزي هم په خپل مرګ مړشي والله اعلم ، ځکه د دوي په دوره کې اشغال په خپل قوت کې وو مګرد نجیب او د اشرف غني په وخت کې چې اشغلګر تښتی دوي یتیمان پاتی کېږی د ع او غ برخه لیک به هم د نجیب په شان او یا تر هغه بدتره برخه لیک وي ځکه د دوي سیاسی ، تولنیز ، مالی اونظامی جوړښت د نجیب تر دوری ډیر کمزوری دې حتی په خپلو ساتونکو يې هم باور نه شي کېدلی مګر دا چې د دوي په ساتنه کې د الله ج اراده داوي چې دوي تر کوم وخت ژوندې پاتی کړي .

درويشتم : د خبرو له سټایل چې معلومیږی داکتر غني به په کومه برخه کې دکتوری لری یا به ماستری لری مګر خبری يې د داکترانو نه بلکه د عقلی ناروغانو په شان دې حتی د دوستم اول معاون مقررولو او بیا د عبدالله سره په سهامی شرکت حکومت کولو باندې د لیونی خیال ورباندې کوي ، مګر داکتر نجیب سره د دې چې ملحد او پلورل شوي وو مګر د طب ډاکتر وو د کابل پوهنتون د طب پوهنځی څخه فارغ شوي وو او خبری يې هم لکه د روغ سړی په شان کولی چې د سیاف په شان مفتیانو ورسره مقابله او مناقشه نه شوه کولی یعنې طب څه چې په همدغه اسلام کې چې دشمنی يې هم ورسره لرله ځان رسولي وو .

څلورويشتم : دا کتر نجیب وخت کې روسانو شتون نه درلود یعنې مشاور يې هم نه درلود حتی روسانو سره يې تلیفونی تماسونه هم ځینې وايې قطع شوي وو ، نو جبرا خپلواک وو ، ولی غني بیچاره ته يې د متفکری لقب هم د غلامی په خاطر ورکړو ، د خلکو د رایو په ځای د امریکا خارجه وزیر ریس جمهور مقرر کړو ، سمدلاسه يې ورباندې د غلامی تړو ن لاسلیک کړو ، کابینه هم ورته هغوي جوړوي یعنې هر کار کې لکه د ماشوم په شان خوله کې مړی ورکوي یعنې شرایط يې ورته داسې جوړ کړی چې که امنیت يې د خارجیانو په لاس نه وي د مرګ خطره يې لازیاته ده یعنې د یوي مرغی په شان يې پنجره کې اچولی چې خورا ک او څښا ک يې هم د اشغلګرو په خوښه دې یعنې د ژوند ټولی کړنی يې د نورو په واک کې دې نو دې ته خپلواک که بلواک ويل کېږي.
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نبی خان

بیانزی صیب السلام علیکم!

ستاسو ليکنه ډیره معقوله ده، مننه کوم، خو د شمال مرتدی ټلوالی مهم رول او د هغوی منحوس رهبر (رباني) مو له یاده وتلی دی، کرزی هم لوی غدار او ددی عصر کارمل دی خو رباني د امريکایانو د راوستلو په رول کې دوهم شاشجاع دی، ځکه د امريکایی یرغل سره سم د ارګ په ماڼي هغه کښيناست.،

الحاج استاذ بیانزی

نبی خان ورور السلام علیکم : ډيره مننه چه زما د لیکنی په هلکه مو څه ورزیات کړی کومه چه زما دتایید وړ هم دی ، ولی دا چه مونږ یی ولی یادونه نه ده کړی ، هغوی تر دی کچی ښکته دی ، په ډیرو مواردو کی یی یادول راته ضیاع وخت ښکاری ، یعنی هغوی هم د شرق او غرب د اومو موادو د کتلست په شان وکاریدل چه تعاملات د دوی په واسطه تیز شول مګر سیاسی قدرت اوس هم د روسی کمونستانو او د امریکا د سکولریستانو سره دی ، که تاسی دغه څو کسان چه… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

نبی خان سم ویلی د فساد اصلی منشه ربانی دی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x