افغانستان

دفوزیه کوفي ورور د نشه يي توکو په قاچاق ونیول شو

foziakofiنن ټکی آسیا: په پارلمان کې دبدخشان ولایت داست‍ازې فوزیه کوفي ورور عنایت الله کوفي پرون مازدیګر په څلوربجې دبدخشان ولایت په مرکزفیض ابادکې په داسې حال کې ونیول شو چې خپل دسوارلۍ په موټرکې یې یوه اندازه نشه یي توکې(۷۰ کيلو ګرامه هيروين) له ځان سره لیږدول.

نوموړي تر نیول کیدو وروسته دفیض آباد د دریمې امنیتي حوزې پولیسوته په خپل جرم اعتراف هم کړی اودم ګړۍ

دفیض آباد په مرکزي محبس کې تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دی.

عنایت الله کوفي لومړی شخص نه دی چې دخپلې خور له دولتي منصب نه په استفادې سره دنشه يي توکو دانتقال او راکړې ورکړې ته لاس اچوي ، بلکې دهغه ترڅنګ نورهم ډیر داسې حکومتي کسان دافغانستان په کابینه ، پارلمان اونورو لوړو منصبونوکې شته دي چې دنشه يي توکو په کاروربارکې لتاړ دي .

د دغو ناقانونه کاروباریانو له جملې څخه یوهم شخصا دولسمشر حامد کرزی ورور او د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزی دی چې دځینو راپورونو پر اساس د خپل ورور اوخپل دولتي مقام نه په استفادي سره په ډیره لوړه کچه دنشه يي توکو په قاچاق او له هیوادنه بهر دهغوئ په لیږدولوکې غوښنه برخه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x