نظــر

زه خو قومندان د امنیې نه یم!

خلیل الله ایوبي
مخکې له دې چې مکتب ته راشي او شاګردانو ته درس پیل کړي د معلم صیب ځینو هواخواهانو دده په هلکه دومره زیات تبلیغات وکول چې اوس معلم ولي د هرشاګرد په خوله ګرځید، تفریح کې به هرځای غونډ شوو شاګردانو  یوه بل ته ویل چې مکتب به هله مکتب شي چې معلم ولي خپلې دندې ته راشي، لنډه دا چې  د مکتب د ښیرازۍ یواځینی عامل معلم ولي و، یوه هفته وروسته معلم ولي مکتب ته راغی او مدیر صیب ټول شاګردان د ادارې مخې ته کتار درولي وو ترڅو ورته معلم ولي معرفي کړي او همدارنګه د معلم ولي خبرې ټول شاګردان په یوځای سره واوري.

مدیر له څو لومړنیو خبرو وروسته په ډیره خوښۍ ټولو شاګردانو ته وویل چې نن به تاسو ته داسې یو معلم در وپیژنو کوم چې په مکتب کې د شته مشکلاتو حل یواځې او یواځې له ده سره ده، معلم ولي نه تنها په ساینسي مضامینو کې بلکې ستاسو( شاګردانو ) د هر مضمون مشکل به حل کړي، زده کړې یې په خارج کې کړې ډېرلایق دی، او دا زمونږ لپاره یو طلایی چانس دی چې مونږ د داسې یو معلم څښتنان یو او …..

انانسرله مدیرنه مننه وکړه او معلم ولي ته یې د ستیج په لور بلنه ورکړه ،هاغه وو چې معلم ولي په ډیرښه ډول خبرې شروع کړې خو تر دوه درې خبرو وروسته یې حالت بل ډول شو او شاګردانو داسې فکر کولو لکه کومه تمثیلي پارچه چې ګوري او یا هم څوک د ستیج په سر ټوکې کوي؛ ځکه د معلم ولي حرکات د یو سالم انسان په شکل نه وو لاسونه یې غورځول بې ځایه بې ځایه یې خندل او یابه جدي شو خو بیا هم د هغو تیرو تبلیغاتو له امله چاڅه ونه ویل .

دوه ورځې وروسته هغه معلم چې شاګردانو یې راتلو ته شیبې شمارلې په رسمي ډول تدریس شروع کړ لومړۍ دوه ورځې یې ښې وې درېیمه ورځ له ولي نه د دولسم ټولګي شاګردانو سر یووړ هغه هم له دې امله نه چې معلم ولي نه پوهیده بلکې معلم ولي په لیاقت کې بې ساری وو خو متاسفانه چې شاګردانو په اداره کولو کې بلکل کمزوری وو، یوه هفته ورسته به که کوم ټولګي زیات شور جوړکړی و نو همالته به معلم ولي موندل کیده. معلم ولي هم نور بې وسه و او هر ټولګي ته به چې لاړ ژر-ژر به یې خپل درس په تخته ولیک او ترقي تعلیم کې به یې د لوستلي درس په اړه ولیکل او کرار به کیناست. لسم ټولګي ته لاړو په دې ورځ چې معلم ولي خپل درسي عنوانونه په تخته لیکي د ټولګي په شاته برخه کې د شاګردانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه او خبره ترفزیکي برخورد رسیدلي مخکې صف کې دوه تکړه شاګردانو معلم ته وویل :
ـ معلم صیب ته خو یووارشاته وګوره ؟

معلم ولی شاته راوکتل او هیڅ یې ونه ویل بیرته یې په توره تخته لیکل پیل کړل. همدې شاګردانو بیاغږکړل:
– معلم صیب جنګ دی لیکل پریږده !

معلم ولی بیا له تورې تختې مخ د شاګردانو په لور کړ او دا وار یې ایله دومره وویل:
-زه نو څه وکړم؟

شاګردانو چې ددریم ځل دپاره معلم ته غږ کړ معلم ولي دا وار په غصه شو تباشیراو کتاب یې په ځمکه وغورځول او د شاګردانو په طرف یې منډه کړه له لومړي صف نه شاته خالي ځای کې اوږد وغزید لکه لیونی، بیرته جګ شو،  دومره یې وویل چې:
-زه خو قومندان دامنیې نه یم چې جنګونه خلاص کړم!

دمعلم ولي قیصه مې تردا اشرف غني رایاده شوه هغه ورځې به مو یادې وي چې لویدیځو رسنیو غني د نړۍ دوهم متفکر! اعلان کړ خو دلومړي متفکر په اړه لا تر اوسه څوک معلومات نه لري او بیا وروسته د تېرو ۱۳۹۳ ولسمشریزو انتخاباتو ! ګرمه کیسه چې یو درجن ولسمشرۍ کاندیدانو کې بیا هم د غني په اړه داسې له مبالغې ډکې اوازې خپریدې چې په ډیرو حقایقو یې سیوری غوړولی و. په انتخاباتي منډو ترړوکې غني له نامه سره ډیر شعارونه هم زمزمه کیدل چابه بابا اویا به یې دافغانستان نوم په غني افغانستان سره یادولو په انتخاباتي کمپاینوکې به غني ګرمې ګرمې وعدې خلکوته ورکولې او  داسې اشنا او نا اشنا شعارونه به یې زمزمه کول چې د ډیرو د پاره به حیرانوونکي و دا چې په انتخاباتو کې نور څه وشول له دې به تیرشو خو دومره باید ووایو چې دوهم متفکر جهان ! دوهم لیوني جهان دی.

د غني لیونتوب له هماغه ورځې معلوم شو له کومې ورځې یې چې یوقاتل ظالم اوپه سل نورو فجایعو ککړ د ځان لپاره لومړی مرستیال ونوماوه، د جان کیري په لاس د مشترک انتصاباتي حکومت سرلاری غني نه د ښو تمه نشې کیدای اونه هم شونې ده؛  ځکه چې غنی عصبی ناروغ دی او اوبو ورخ ترې وړی  د همدې حکومت خو دا دی سل نه زیاتې ورځې ووتلې او تراوسه دشل یا دیرش وزیرانو په انتخاب د غني او نورو قدرت طلبانو جګړه او د غني بې معنی او تش خاموش کالبوت مونږ ته دا راښیی چې اوس به هره ورځ د دې مشکلاتو د حل غوښتنې په وخت کې غنی په ولسمشریزه ماڼۍ کې اوږد پروت وي اوهمدایوه خبره به زمزمه کوې چې ( زه خو نو جان کیري نه یم چې وزیران به معرفي کوم! )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

ښه به وی چی دا بیچارګی له اضافی کړاو څخه ځان وژغوری، او حکومت چا ته په ټیکه ورکړی، او د خپلو حقوقو د ضایعه کیدو نه د مخنیوی لپاره دی دجان کیری ضمانت شرط کړی.

احمدالله

ډیرجالب اوپه زړه پوری مطلب دایوخبره ماته هم سوال برانګیزه ده چی که شادګل دوهم مفکروی لومړی یی څوک ده.

جمیل انوري

هغه د عبدالباقي اغا شعرچې ویل یې : اوس خالي صدرۍ یم نه مي وس شته نه مي توان بي بي :::: نه یم کومندان بي بي ، نه یم کومندان بي بي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x