نن غوره سافټ وییر: له هر ځایه خپل کمپیوټر کنټرول کړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): کله هم له داسې حالت څخه مخ شوې یاست چې له کوره بهر ستاسې کوم فایل ته اړتیا وي خو دغه فایل ستاسې په کمپیوټر کې وي؟

که له داسې حالت سره مخ شوي یاست له دې وروسته مه اندیښمن کیږئ ځکه چې د ټیم ویور (TeamViewer) سافټ وییر تاسې له تکلیف او اندیښنې څخه ژغورلو لپاره جوړ شوی.

د دې وړیا اپلیکیشن په مرسته تاسې کولی شئ خپل سمارټ فون له استعمالولو سره له لرې فاصلې څخه هم خپل کمپیوټر ته لاس رسی ولرئ او خپل د خوښې فایل وګورئ.

تر اوسه پورې دغه سافټ وییر د نړۍ په ۲۰۰ هیوادونو کې له ۲۰۰ ملیونو څخه ډیر کاروونکي لري. دغه سافټ وییر کاروونکو ته یو آی ډي (ID) او پاسورډ (Password) ورکوي چې په مرسته يي له هر ځایه له خپل شخصي کمپیوټر سره وصل او خپل د خوښې کار عملي کړئ.

د دغې سافټ وییر کاروونکي له دې سافټ وییر څخه ډیر زیات خوښ دي او وايي چې مونږ د دې سافټ وییر په مرسته خپل کمپیوټر کې شته فلمونه هم کتلی شو.

د دغې سافټ وییر لسم ورژن د روان کال دسمبر په میاشت کاروونکو ته وړاندې شوی چې د پخوانۍ ورژن په نسبت ډیر پیاوړی او غوره ځانګړنې لري.

دغه سافټ وییر له دې ځایه په وړیا ډول ښکته کړئ:
http://www.teamviewer.com/en/download/currentversion.aspx