نړۍ

د سعودي علماء: عبدالفتاح سيسي مرتد دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): يوې مصري ويباڼې «الجورنال» ليکلي، چې د سعودي عربستان د سترو علماوو رسمي فتوا يې موندلې، چې له مخې يې د مصر واکمن او د پوځ پخوانی مشر فيلډ مارشال عبدالفتاح السيسي د يهودو د ملاتړ له امله مرتد بللی دی.

دغه فتوا، چې د الجورنال په وينا د سعودي دارالافتا څخه يې په پټه تر لاسه کړې، مسلسل شمېره يې «۲۵۱۴۵۰» ده.

دغه فتوا کې راغلي، چې عبدالفتاح السيسي د غزې د خلکو د دښمنۍ او اسراييلو سره د همکارۍ او ملګرتيا له امله له اسلامه مرتد شوی دی.
د سعودي عربستان سترو علماوو دغه رسمي فتوا د تېرې روژې پر ۲۰مه نېټه ورکړې ده.

فتوا کې راغلي: وروسته له دې د علامه ابن باز رحمه‌ الله«۲۷۴/۱» فتوا مو وليدله او په دغه فتوا کې راغلي، چې څوک د مسلمانانو پر ضد د کفارو مرسته کوي، دا کار حرام دی او کوونکی يې له اسلامه مرتد دی.

علامه ابن باز رحمه‌الله فرمايي: « د نړۍ ټولو مسلمانانو علماوو پر دې اتفاق کړی، که څوک د مسلمان پر ضد د کافر هر ډول ملاتړ او مرسته وکړي، نو دغه سړی د کافرانو په څېر کافر دی. الله تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ » ژباړه: ای ايمان والو! تاسې يهودو او نصاراوو سره دوستي مه کوئ. دغه خلک يو د بل دوستان دي او ستاسې له ډلې چې چا دوی سره مرسته او ملګرتيا وکړه، بې شکه دا خلک هم د دوی له ډلې دي. الله تعالی ظالم قوم ته هدايت نه کوي.

د اسلامي امت د پخوانيو او اوسنيو علماوو د رايو او فتواوو له پلټنو او د عبدالفتاح السيسي له کړنو او موقفونو، چې غزه کې يې دوه ميليونه مسلمانان محاصره کړي او دغه جګړه کې يې د يهودانو ملاتړ کړی او د غزې له مسلمانانو يې دارو درمل او خوارک توکي منعه کړي، د ښځو، بوډاګانو او ماشومانو پر مخ يې د مصر سرحد تړلی او ټول په غزه کې بند پاتې دي، نو له دې وروسته په پوره يقين سره دا پرېکړه کوو، چې عبدالفتاح سعيد حسين خليل السيسي له اسلامه مرتد او اسلامي ملته وتلی دی او پر نوموړي د مرتد او له اسلامه د خروج ټول شرطونه پلي کيږي.

د فتوا اصلي کاپي

د سعودي عربستان د  سترو علماوو هغه رسمي فتوا، چې د الجورنال ويبپاڼې تر لاسه کړې ده.
د سعودي عربستان د سترو علماوو هغه رسمي فتوا، چې د الجورنال ويبپاڼې تر لاسه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د دی خبیث په هکله مونږ مخکی یوه لیکنه ولوستله ، دا د هغه خبیثی یهودی زوی دی چه اصلا مراکش کی اوسیدله ، میړه یی هم معلوم نه وو خو د اسراییلو په ابتکار له مراکش څخه د همدی مطلب د پاره مصر ته یی سفر وکړو ، وایی چه هغه یهودی مسلمانه شوی وه ، کیدی شی ځان به یی د همدی مطلب د باره مسلمانه ښودلی وی چه خوشباوره مسلمانان ورباندی باور وکړی ، دا چه مصر اسراییلو او غزی سره خوا په خوا پروت وو ، د نظامی لحاظه هم پیاوړی هیواد وو یعنی نظامیان یی… نور لوستل »

مهاجر فراهی

داجنابان مفتیان یوازی دالسیسی په هکله فتوا صادروی دسعودی بحرین اردن او اماراتو په اره سه وایی چی الوتکی یی یوزای دانریکایانوسره په عراق اوسوریی کی دمسلمانانو په خلاف بمباری کوی

ابن شهید ين

فتوا خو ديره خو فتوا ده خو به جا يي مني ………..؟
او له دي فتوا لاندي خو دير حكومتونه لا ندي رازي سو ورزي مخكي دافغانستان به قضيه كي …….
او بيا نن دستي دا اوس اوس دعراق او شام به جر يا ناتو كي خو بيخي دير اسلامي حكومنونه هم تر فتوايي جتر لاندي رازي …. زكه استدلال دير دابن باز رحمه الله به فتواي شوي ….
نو يوازي السيبسي … او ارتداد …..؟

الحاج استاذ بیانزی

درنو ورونو السلام علیکم وایی به اخون ښوروا هم ډیره ده ، د سعودی حکومت په خپلو مسلمانانو خلکو تر بل هر هیواد ډیر ظالم او دیکتاتور حکومت دی ، دا چه دومره فتوی یی ورکړی هم لویه خبره ده ، که د سعودی د یو ولسوال په اړه فتوی ورکړی د مرګ سزا به ورته سمدلاسه واورول شی . زه باور لرم سعودی د اسلام مرکز دی هغوی په اسلام تر مونږ او حتی تر طالبانو زیات پوهیږی زه باور لرم چه د طالبانو او د داغش او د مصر د اخوان المسلمین سره په کوم ډول لاس اړونه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x