افغانستان

لوګریانو په ملکي وګړو د بمبار له امله د امریکایانو بښنه ونه منله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت قومي مشرانو او مخورو د امریکایانو هغه بښنه رد کړه، چې پر بې ګناه کلیوالو باندې د بمبار وروسته يې غوښتې. په دغه بمبار کې چې د لوګر په بره کي برک ولسوالي کې يې کړی و، د دوو کورنیو ۵ تنه وګړي شهیدان او پنځه نور ټپیان کړې وو.
د قومي مشرانو په وینا امریکا د افغانانو په کورنو باندي بمباري قصدي او شعوري کوي او بیا بښنه غواړي. دا کار دوی ته د منلو نه دی او نه يې هم بښنه مني.

هغوی زیاته کړه چې دا دیارلس کیږي، امریکا د طالبانو سره په جګړو بوخته ده، مګر تر اوسه یې طالبان او عام وګړي سره ونه پيژندل او نه یې هم په دې اړه تجربه زیاته شوه.

د بره کي برک یو تن قومي مشر حاجي محمد خان وویل چې امریکایان زمونږ د ولس دښمنان دي، افغانان قصاص غواړي، محاکمه غواړي او د داسي پيښو د مخنیوي ضمانت غواړي. بښنه خو دا ۱۳ کاله کیږي چې امریکایان یې غواړي اخیر به دغو پېښو ته د پای ټکی کله ایښودل کیږي.

باید وویل شي چې د تیري جمعې په ورځ د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په ابجوش سیمه کې بهرنیو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو بمباري وکړه، چې له کبله يې لږ تر لږه پنځه تنه شهیدان او پنځه نور ټپیان شول او ګڼ کورونه زیانمن  شول.

په لوګر کې میشت امریکايي ځواکونو ددې پيښي پخلی کړی، او زیاته کړې چې دوی ته غلط معلومات ورکړل شوي و، ځکه دا پيښه را منځته شوه.

خو قومي مشر حاجي محمد خان وايي چې دوی د امریکایانو دا پلمه نه مني، او دا هسې د خټو پوزه بولي چې امریکایان یې ځانته جوړوي.

نوموړي دغه خبري تیره ورځ په هغه غونډه کې وکړې چې امریکايي عسکرو د لوګر له سیمه ییزو چارواکو سره یو ځای په ۲۰۳ تندر قول اردو په څلورمه لوا کې له خلکو نه د بښنې په پلمه جوړه کړې وه.

لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزی وايي چې امریکایانو خلکو ته ومنل چې له دوی نه غلطي شوې ده او د خپل کار بښنه يې وغوښته، خو خلکو په کلکه رد کړه.

د حاجي محمدخان په خبره که د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو د دوی غبرګون به ډېر جدي وي.

لوګر مشرانو په داسې حال کې د امریکايي مجرمینو د محاکمې غوښتنه کوله، چې د نوي حکومت له لوري له امریکا سره د شوي تړون له مخې امریکايي مجرمين په افغانستان کې نه شي محاکمه کېدلای.

له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته دا لومړی ځل نه دی چې امریکایان د ناسمو معلوماتو په پلمه ولسي وګړي په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم د پروان په سیاګرد کې د ښوونځي په زده کوونکو بمبار وکړ.

د روان کال د لیندۍ پر ۱۹مه بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي پر زده کوونکو بمبار وکړ چې له امله یې ۵ تنه متعلمین ووژل شول.

دغه زده کوونکي چې تازه دم له ښوونځي فارغ شوي وو، په یوه باغ کې درس ویلو او د کانکور لپاره یې تیاری کاوه.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو د سیاګرد د پېښې په څېر ددې خبر د خپریدو تر شېبې په لوګر کې د بهرنیانو د دغه خونړي بمبار په اړه نه څرګندونې کړي او نه یې هم غندلی دی.

د شنونکو په نظر له امنیتي تړون وروسته د اشرف غني له خوا امریکایانو ته د بمباریو او شپنیزو عملیاتو له اجازې وروسته دغسي پيښي په افغانانو کې له نوي حکومت سره فاصلې زیاتوي او اولس په نوي ګډ حکومت بې باوره کوي، خصوصا په داسي وخت کې چې نوی حکومت د دې پيښو په اړه چوپه خوله پاتې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x