افغانستان

په جلا جلا پيښو کي د ناټو ۱۲ اکمالاتي موټر سوځیدلي

torch-NATO-trucks-in-Khuzdarنن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت د شواک په ولسوالۍ کې طالبانو د بهرنيو ځواکونو پر یو اکمالاتي کاروان برید وکړ چي له کبله يې د امنیتي چارواکو په وینا د کاروان شپږ عرادې موټر له منځته تللي، او یو ساتونکی وژل شوی دی، خو طالبانو بیا ویلي چي ۶ عرادې اکمالاتي موټر او ۲ عرادې د ساتونکو موټران په بشپړه توګه ویجاړ شوي.. او پر دې سربیره يې د کاروان څلور تنه ساتونکي وژلي او ۶ نور ټپيان کړي دي.

د شواک ولسوالۍ په ګاونډ کي د ګردې څیړۍ ولسوال حاجی عتیق الرحمن یو افغانی رسنۍ ته ویلی چي پيښه په دقیقه توګه د سټوکنډو په سیمه کې را منځته شوه، کله چي طالبانو د بهرنیانو پر اکمالاتي کاروان برید وکړو، چي د لومړیو معلوماتو تر مخه په کښي ۶ عرادې اکمالاتي موټر ویجاړ شوی، او سیمي ته د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یو هیئت لیږل شوی.

د طالبانو ویاند د پيښي پړه په غاړه اخیستي او د پورته ذکر شوو تلفاتو اړولو خبر یې ورکړی.

په یوه بل خبر کي ویل شوي چي نن په طورخم کي هم د یوې چاودني له کبله د ناټو ته تیل وړونکي ۶ موټر له په بشپړه توګه سوځیدلي.

د طورخم څخه عیني شاهدانو ویلي چي دغه موټران په خپل ځای کي ولاړ وو، چي چاودنه وشوله، او ورسره د تیلو ډکو ۶ ټانکرانو اور واخیست، چي دا مهال هم اور په کښي بل دی.

خو ویل کیږي چي په پيښه کي کوم ډول مرګ ژوبله نه ده را منځته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x