افغانستان

امریکا خپل پوځي وسایل اوکراین ته هم ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): تر دې وړاندې داسي خبرونه راغلي وو چې امریکا خپل یو شمېر پوځي وسایل چې له افغانستان څخه یې ورته ایستل ستونزمن او ګران تمامیږي، پاکستان ته ورکوي او یو شمېر یې همدلته افغانستان کې تخریبوي، او وسپني یې خرڅوي.

خو د روس یوې خبري سرچینې ایتارتاس ویلي چې امریکا په پام کې لري، د خپل جنګې ماموریت له پای ته رسیدو وروسته خپل پوځي سامان او الات د پاکستان تر څنګ اوکراین ته هم د مرستې په توګه وسپاري.

خبر کې راغلي چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا د دغه کړني او فیصلې سره خپل مخالفت ښودلی او یو ځل بیا یې غوښتنه کړې چې دغه پوځي تجهیزات دې افغاني ځواکونو ته وسپارل شي.

واشنګټن د روسي رسنیو د دې څرګندونو اړوند تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې ورته څرګندونې کړې وې او ویلي يې و، چې د اوکرايني چارواکو د ځواب په تمه دي.

تېره دوشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اعلان وکړ چې واشنګټن غواړي په افغانستان کې هغه پوځي وسایل چې امریکا ته وړل يې ستونزمن برېښي، اوکراین ته د مرستې په توګه ورکړي.

ویکتوریا نولن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي و چې پنټاګون د اوکراین د پوځ د تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوي.

ویکتوریا په یاد کنفرانس کې ویلي و، چې دوی به د اوکرايني چارواکو د ځواب تر وخته په تمه وي.

داسې ښکاري چې روسي رسنیو د اوکرایني چارواکو له ځواب وروسته پورته خبر خپور کړی دی، چې په دې توګه به نو د امریکا د پوځي تجهیزاتو په ورکړه کې خنډ نه وي.

که څه هم افغان دولت پرلپسې غوښتي چې په دې خاوره کې استعمال شوي پوځي وسایل دي له افغان پوځ سره د مرستې په توګه دوی ته ورکړل شي، خو واشنګټن يې زاریو ته اهمیت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې دی چې نن په افغانستان کې د بهرنیانو پوځي ماموریت رسماً پای ته رسېږي او له افغانستان سره يې د «قاطع ملاتړ» دوره پیل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Shamsulislam

دانو به بي عزتي كي بي عزتي ده،
‏ جي هم مال در سخه يو سي هم دي به كور كي نجاست اوكري،
به بل تعبير هم جي زي نسم ويلاي
د افغان د نوم سخه حياء رأته دريزي……
{اللهم اخذل من خذل دين نبينا محمد المصطفى “ص”}

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x