افغانستان

په غزني کې د بهرني ځواکونو څارګره الوتکه را غورځیدلي

droneنن ټکی آسیا: د غزني ولایت د اندړ په ولسوالۍ کې د بهرني ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه را غورځیدلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلی چي تیره ورځ مازیګر طالبانو د غزني ولایت د اندړ د ابراهیم زي په سیمه کې د بهرني ځواکونو یوه الوتکه په ډزو را نسکوره کړه، او د الوتکي پاتي پرزي اوس هم د طالبانو په لاس کي دي.

په کابل کې د ایساف رسنیز دفتر د پيښي تصدیق کړی او ویلی چي تر اوسه د الوتکي د را غورځیدو علت

دوی ته نه دی مالوم شوی.

باید وویل شي چي په د تیري میاشتي راهیسي د بهرني ځواکونو د الوتکو را غورځیدل خورا زیات شوي چي بهرني ځواکونه هر وخت دا نه مني چي ګواکي د طالبانو په ډزو دي را لویدلي وي.

دا په داسي حال کې چي تیره ورځ بهرني ځواکونو په جلا جلا پيښو کې خپل د درو تنو وژل اعلان کړه، چي د یوه په اړه يې ویل کيږي چي د استراليا هیواد عسکر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x