افغانستان

د کابل هوايي ډګر امنيتي چارې ترکيې ته سپارل کيږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): افغانستان کې د بهرنيو عسکرو «ايساف» له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د کابل «حامد کرزي هوايي ډګر» د امنيتي چارو مسؤوليت به له دې وروسته د ترکي عسکرو پر غاړه وي.

د ايساف له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي د کابل هوايي ډګر امنيتي چارې، چې اوس د فرانسوي عسکرو سره دي او دا چې فرانسوي عسکر په بشپړه توګه له افغانستانه وځي، نو ايساف پرېکړه کړې، چې له راتلونکې چهارشنبې به د حامد کرزي هوايي ډګر امنيتي چارې د ترکيې عسکرو ته سپارل کيږي.

افغانستان کې د ترکیې عسکرو هم ويلي، چې د روان ديسمبر پر ۳۱مه نېټه به د دوی عسکر د کابل حامد کرزي هوايي ډګر امنيتي چارې په خپل واک کې واخلي.

د کابل هوايي ډګر تېر اکتوبر مياشت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په درناوي «د حامد کرزي هوايي ډګر» ونومول شو.

خبر پاڼه زياتوي، چې ترکي عسکر به د حامدکرزي هوايي ډګر امنيتي چارې افغان عسکرو سره په ګډه پر مخ بيايي.

ترکي عسکرو ويلي، چې دوی هڅه کوي، چې د کابل هوايي ډګر امنيتي چارې په ښه توګه سمبال کړي، تر څو د ملکي او نظامي الوتنو لپاره ۲۴ ساعته په اونۍ کې اووه ورځې کار ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې ترکيه د ناټو غړی هېواد دی او د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې يې عسکرو افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې نظامي مسؤوليت ترسره کړی او د راتلونکي ۲۰۱۵م کال له پيله به دغه عسکر د ناټو نورو پوځونو سره په ګډه د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x