ټولنیزه برخه

ښځه د لوېدیځي پوهانو له نظره

را ټولوونکی : عطا محمد میاخېل

ـــ ښځه د سمندر په شان ده ، چې د ډېر کوچني فشار په وړاندې طاقت نه شي کولای ، خو ډېر درانده بارونه وړي . ( رایموس نیس )

ـــ ښځه هغه غوټۍ ده ، چې د غونچې په وخت کې د خوښېدو وړ ده ، د غوړېدو په وخت کې د مینې او محبت وړ ده او کله یې چې ګلان مړاوې شي د درناوي وړ ده .
( اره تسن )

ـــ اې ښځې ! ته هغه څوک یې چې غواړم خپل ټول شته ستا په پښو کې کېږدم .
( شکسپیر )

ـــ ښځه د میاشتې په شان ده ، چې پاس په آسمان کې په خپلواک ډول ګرځي او هر ځای ته چې ځي طبیعت ته خپله روښنایي وربښي . ( پوشکین )

ـــ که چېرې د ښځې یو څاڅکی اوښکه د خپل مین په زړه وڅاڅي ، دومره کنده به جوړه کړي ، چې تر ابده به ډکه نه شي . ( اګوست کنت )

ـــ د خبرو خپرولو ډېر ستر آژانس ښځه ده ، ځکه چې د غوږونو او ژبې دستګاوې یې زیات کار کوي . ( ولز)

ـــ که غواړئ چې د زمانې له آفتونو نه په امن کې پاتې شئ ، نو د ښځې په وینا عمل مه کوئ . ( بقراط )

ـــ که نر سترګه ده ، نو ښځه یې بینایي ده او که نر ګل دی ، نو ښځه یې بوی دی .
( سقراط )

ـــ ښځې د کب ( ماهي ) په څېر دي لاسته راوړل یې آسان او ساتل یې سخت دي .
( ولتر )

ـــ ښځه هېڅکله نه وایي ، چې له تاسره مینه لرم ، کله چې له تاپوښتنه وکړي ، له ما سره مینه لرې ، نو پوه شه ، چې په زړه کې یې ځای لرې . ( لارو شفوکو )

ـــ په کوم کور کې چې ښځه نه شته ، هلته د نېکمرغۍ فرښته قدم نه ږدي .
( اسکندر کبیر )

ـــ سړي د شهرت په سوچ ویده کېږي او ښځې د مینې په خیال را ویښېږي .
( آل آل تنیسون )

ـــ که نر و ښځه یو ډول روزل کېدی ، نو ځواک به یې یو شان و .
( مونتسکیو )

ـــ که ښځې د ټولنې قوانین تر پښولاندې کوي ، پروا نه شته ، ځکه چې دا قوانین نرانو لیکلي دي . ( مونتن )
په نړۍ کې دوه شیان ښکلي دي : ښځه او ګل . ( مالرب )

ـــ ښه ښځه هغه کلکه امسا ده ، چې مېړه د ژوندانه په کږلېچونو کې تکیا پرې وکړي او په بدمرغۍ او بېوزلۍ کې یې له مینې او غمخورۍ نه ډاډ تر لاسه کړي .
( اسمایلز )

ـــ د ښځو نه عقل خوښېږي او نه پخه مېوه . ( بالزاک )

ـــ د ښځو غوښتنې برید نه پېژني . ( بوالو )

ـــ ښکلي ګلان شته چې د بویولو نه دي او او ښکلې ښځې هم شته چې د ګرانښت نه دي .
( هویل )

ـــ د نر ستونزې تر ښځو ډېرې دي او ستره ستونزه یې له ښځو سره چال چلند دی .
( پرانسواز سازګان )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x