افغانستان

هرات: اشرف غني لسګونه دولتي کارکوونکي له واکه لرې او ځینې محکمې ته معرفي کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): اشرف غني په هرات کې نږدې دېرش تنه دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي او ځينې يې محکمې ته هم ور معرفي کړي دي.

د ګډ حکومت مشر پرون دې ولایت ته له پنځوس کسیز پلاوي سره سفر وکړ، چې موخه يې د هرات د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي وضعې اړوند خبرې اترې ښوودل شوي دي.
اشرف غني په دې یو ورځني سفر کې د هرات ولایت د محکمې رییس، ولسوالان، امنیه قومندانان او د ګمرک په برخه کې دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

نوموړي په هرات کې د پنځلسو ولسوالیو امنیه قومندانان په دې خاطره له دندو لرې کړل، چې د امنیت وضعیت په ښه ساتلو کې پاتې راغلي دي.

اشرف غني له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ګوښه شویو چارواکو پر ځای به ژر تر ژره د ازاد رقابت له لارې نوي خلک وټاکل شي.

اشرف غني د هرات امینیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل چې دوی به د دې ولایت لپاره نوی والي ډېر ژر وټاکي.

د هرات پخوانی سرپرست والي سیدفضل الله وحیدي د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان پر اساس له دندې ګوښه شو. د نوموړي ګوښه کیدلو لامل په هرات کې امنیتي وضعیت خرابېدل ښودل شوي. په تېرو څو اونیو کې طالبانو په هرات کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې وروستی زورور برید یې د شینډنډ په ولسوالۍ و، چې په ترڅ کې دغې ولسوالۍ سقوط وکړ.

اشرف غني په داسې حال کې د هرات د اقتصادي وضعیت اړوند خبرې وکړي، چې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د عامه نظم سلګونو عسکرو د معاشونو د نه ورکړې له امله لاریونونه کړي و.

د هرات ولایت د ګذره ولسوالي د عامه نظم د پنځم کنډک اړوند دې پولیسو ویلي چې څو میاشتې يې بې معاشه دنده ترسره کړې ده.

د لاریون کوونکو په قول دوی ته له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او خپل مشران يې په یوه بله پلمه غولوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx