افغانستان

د بامیان د ولایتي شوری د رئیس جواد ضحاک مړی وموندل شو

jawad_zahakنن ټکی آسیا: د بامیان ولایت د ولایتي شوری رئيس چي جواد ضحاک چي څو روځي تر مخه د نامعلومو وسله والو له خوا په پروان ولایت کې تښتول شوی وو، نن يې مړی د پروان ولایت د سیاه ګرد په ولسوالۍ کي وموندل شو.

دیادي ولسوالۍ ولسوال یو افغاني رسنۍ ته ویلي چي ددې ولسوالۍ د قنیچاق په سیمه کې د نومړي مړي وموندل شو، په داسي حال کي چي د یو بل تن مړی هم ورسره پروت وو، او د دواړو سرونه له جسدونو څخه پرې شوي وه.

 

ولسوال عبد الحلیم مجددي زیاته کړې چی وسلوالو د ددغو جسدونو شاوخواته هم ډیر ماینونه ځای پر ځای کړي.

د یادوني وړه ده چي د رواني میلادي میاشتي په ۳ نیټه جواد ضحاک هغه وخت د وسلوالو له خوا وتښتول شو، کله چي نومړی په خپل موټر کي بامیانو ته روان وو.

د یادوني وړ ده چي طالبانو د نومړي تښتولو او بیا د وژلو په اړه تر اوسه هیڅ هم نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x