نظــر

له ښوونځي تر بګرامه !

رحیم بریال
(۱)
سترګې مې په پټۍ کلکې تړل شوي وې ،لاسونو او پښو ته یې غبرګې وزندارې هتکړی را واچولې ،غوږۍ (ګوشکی) یې دنیم ساعت لپاره له غوږونو څخه رانه لیري کړې ،پوره نیم ساعت یې دچورلکې یخ باد اوشور ته ټینګ ودرولم ،دڅرخکې د باد له وجې به دېخوا او کله ها خوا زنګیدلم خو مګر عسکربه په ډیر زور بیرته د باد په خوا ورټیله کړم.

زنې مې رپیدلې ،ټول وجود مې دیخ دلاسه شغ پغ شوی و د چورلکې دغورهار له وجې مې دغوږونو پردې پریکیدلو ته نیږدې شوي وې ،له نیم سات کشمکش وروسته دوه امریکایي عسکرو د چورلکې په لور ورکش کړم وروسته له څو دقیقو مو چورلکې له هوا سره خبرې کولې همدا شیبه مې دامریکایې محقق وروستي الفاظ په ذهن کې را وګرځیدل ژباړه (مونږ غوښتل چې ته کورته ولاړ شې او له خپلې کورنی سره یو ځای شې او د ژوند له رنګنیو خوند واخلې خو مګر په ډیر تاسف چې تا پخپل ځان رحم ونکړ او له مونږ سره دې په دې تیرو شلو ورځو کې هیڅ همکاري ونکړه ،تا مونږته دالقاعده او طالبانو اړوند هیڅ مالومات رانه کړل مونږ پوهیږو چې له تاسره ډیر څه شته خو مګر ته یې بیا هم پټوې ،دا چې تا زمونږ دهرې پوښتنې په ځواب کې په هرڅه ناخبري څرګنده کړي نو ته پوهیږي چې تا به چیرته لیږو؟! ما د نه  په دود سر وخوځاوه.

محقق وخندل له خپله ځایه جګ شو دوه درې قدمه وړاندې ولاړ بیرته یې مخ زما په لورې را وګرځاوه ترجمن ته یې په انګلیسي کې څه وویل، ترجمان په نیمکۍ پښتو وویل :
دی وایې کې تا به یو داسې ځای ته ولیږو کې تا به په تول عمر هم نه وي لیدلی .

زه ډیر حیران شوم خدایه دا مې کوم ځای ته لیږي په یو وار مې په ذهن کې رنګا رنګ پوښتنې راپیدا شوې ،هسې نه چې قبر ته مې ونه لیږي (مړ مې نکړي) بیا به مې په زړه کې راتیرشول چې نه،نه، له نالیدلي ځای نه یې مقصد باګرام ،قندهار او یا ګونتانامو ده په همدې سوچونو کې ډوب وم چې محقق راباندې را پرش وهل ویې ویل تاته وایم ،ماته ګوره !

ما به د ژباړې لپاره ترجمن ته مخ ورواړوه ځکه زه په انګلیسي سم نه پوهیدم خو محقق به په غصه راته وویل چې غوږ ترجمن ته نیسه مخ او سترګې زما په لور،

نو مې همداسې وکړل ، امریکایی بیا وګړید ،ترجمن وویل چې دا وایی چې تا به یو داسې زندان ته وړو چې له هغې څخه دې راتګ ناشونی دی !
ما وویل: ها!؟
د محقق له خبرو وروسته یې زیاته کړه : پوهیږې چې هغه زندان چیرته دي ؟!
زما هم حوصله ختمه شوه دا تیرې شل ورځي بیخي بې خوبه شوی وم سر مې هم سخت درد کاوه دخوست ملي امنیت په توقیف ځای کې د وهلو ټکولو له امله ټوک ټوک وم ددوی پرلپسې شل ورځني اوږدو تحقیقاتو هم زړه توری کړی وم بلاخره ومې ویل : هو! هرچیرې چې وي یومې سی خو له دې ځایه مې…
امریکایې مې خبره ونیوه رنګ یې تورسور واوښت ورسره نیږدې میز یې په څوک داسې په زور وواهه چې ان ټوله دتختې لرګینه کوټه یې وښوروله ،سترګې یې رډې کړې او ښه رانیږدې شو، داسې په غصه غږیده چې دخبرو کولو پروخت یې لاړې زما پرمخ لګیدې د وروستي ځل لپاره یې وویل خبردار! په خلاصو غوږونو واوره چې ته به ډیر زر داسې زندان ته یوړل شې چې له دې ځایه په سلګونو بلکه په زرګونو کیلومتره لیري دی ،داسې زندان چې هغه دځمکې پرمخ نه بلکه په اسمان کې دی !
عسکرو ته یې امر وکړ چې کش یې کړئ!

دوو عسکرو داسې په منډو کړم چې ایله مې د پښو سرونه ځمکې ته لګیدل اوس نو په هوا کې وم ،هماغه هوایې زندان ته روان وم کوم چې په زرګونو کیلومټره لیري و هاغه زندان چې ما تراوسه په خوب کې هم نه و لیدلی او بلاخره هغه زندان چې دمحقق په وینا دځمکې په سر نه بلکه په اسمان کې و طبعي خبره ده چې ددې خبرې په اوریدو هر سړی دا سوچ کوي چې دا څه ډول زندان دې چې اصلا دځمکې پر سر وجود نلري حتمن به یې دا په ذهن کې راګرځي چې دا هماغه دګونتانامو زندان دی چې دکیوبا په جزیره کې واقع دی او ما هم همدا په فکر کې راتلل.

اوس خبره له شکه وتلي وه د ازادی خیال مې له ذهنه ووت په دې پوره باوري وم چې لږ ترلږه مخکې له څلورو کالوخو بیخي نشې راتلای ځکه زمونږ دسیمې یو نیم کس چې نیول شوی و اګرکه بې ګناه وو خو تر دریو کالو یې دازادی هیڅ څرک هم نه ولیدل شوی ما هم دتبلیغیانو په اصطلاح سمه دڅلورو کالو نغده اراده وکړه او بې له دې مې هیڅ چاره نه وه ځکه نه مې منډه کولای شوه او نه مې له چورلکې څخه ټوپ کولای شو خو کله مو چې چورلکه (غالباٌ) دځدراڼو په غرونو تیریده نو مې دا ارمان وکړ چې ای کاش!خدایه! چې یو شازلمی راپیدا شي او دا چورلکه سمه په دا منځ وولي ،ټوټه شي او پکې ناست سرتیري ټول د اور خوراک شي که بیا زه هم ووژل شوم هیڅ پروا نکوي بیا مې وویل چې نه خدای مې دې هیڅکله هم له دې مردارو سره یوځای وینه نه ګډوي دا څه وایې دا؟

نیمګړی سوال خوهیڅکله هم مه کوه ،چې سوال کوې نو پوره یې ولې نه کوې ،الله ج ابراهیم ع ته په اور کې او یونس ع ته دماهي په ګیډه کې نجات ورکولای شي نو تاته یې پداسې حال کې نشي درکولای چې طیاره ولویږي دوی ټول مردارشي او ته روغ رمټ ترې ووزي بیا مې د چورلکې وروستنی برخې ته پداسې حال کې وکتل چې سر مې ښه پورته کړ او شاته مې یوړداسې چې مخ او خوله مې داسمان په لورې کړل او په هغه خالیګاه (وتونو)کې چې دسترګو او پوزې ترمنځ په لاندینی برخه کې پاتې و په لاندې غرونو او تور پاخه سرک مې سترګې ولګیدې ، زړه مې باغ باغ شوومې ویل ازادي څومره لوی نعمت دی، ته وګوره لاندې کوچیان سره له خپلو رمو په سرک ازاد ګرځي هرخوا یې چې زړه وغواړي تللی شي په ژمي خوست ته او په اوړي ګردیز ته ځي ،څومره بختور دي، بندیان خو ندی اګرکه په ګردونواو پدې سرکونو کې اوږدې اوږدې مزلې کوې، خوښه یې چیرته چې ځي تللی شي او که ستړي شي دمه کولای شي له ما نه ډیر ښه دي اودس ماتی خو په ازاد زړه کولای شي مونږ خو دا هم نشو کولای او عسکر مخامخ راته ولاړ وي او زر راته ووایې چې فینیش ! بس جیګ سه!

دې ### خو بعضې دپښتو اصطلاحات او نومونه هم زده کړي بس څه یې کوې په مسلمان هرقسم حالات راځي او باید له زغمه کار واخلي ،لاندې مې یوځل بیا نظر واچوو څه ګورم چې لاندې پرپاخه سړک دسورلی موټر روان دي نه پوهیږم چې دوی له خوسته کابل ته ځي او که له کابله دګردیز او خوست په لور روان دي هی هی سختې شیبې وې ایا دا خلک به پوهیږي چې په دي چورلکه کې یو خوستی ۱۸کلن ځوان دی او چیرته وړل کیږي ؟ کاشکې اواز مې کولای شوای او غږمې ورسیدای لږترلږه دومره خو مې ورته ویلای شوای چې اې ددونیا په خوندونو مستو خلکو ! او اې ویده افغانانو !

تاسې څه کوی؟ چیرې روان یاست؟ ایاتاسو خبر نه یاست چې زه نړیوالو بشردوستانو یوه نالیدلی ځای ته راوان کړی یم؟!
ولې او ګنا مې څه وه ؟
څوګ مې وژلي و او په چا مې ډز کړی و ؟؟
یوازې پدې ګناه چې یو حافظ دقران یم ،داسلامي فکر او نظام پلوي کوم ؟ ددې پرځای چې دمیلیونونوشهیدانو پدې سپیڅلي خاوره غربي ډیموکراسي پلي شي ،داسلامي نظامي دپلي کیدو فکر لرم ؟
که پدې جرم چې نه غواړم باعزته خویندې او میندې مو دغربي لویدلي کلتور ښکارشي، بې پته شي پړونی یې له سره وغورځول شي او دماډرنیزم ،پرمختګ او عصریتوب په نوم دفحشا بازار ته را وړاندې شي؟!
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

روند او مجاهد ورور قاری صاحب ، الله ج دی ستا په زخمونو او بی هیلیتوب د درمنلی ملهم کیږی الله ج دی ستا په شان د نورو دردونه ، ربړونه ، شکنجی او بیعزتیو مخه ونیسی ، زه حیران دی ته یم چه دوی که اسلام نه منی لږ ترلږه خو انسانان وی دغره ځناور هم په دوی شرف لری او بیا هم ورته الله ج روزی ورکوی دا دا لله ج اراده د هغه الهی ازموینی په خاطر دی چه د کفارو د وحشت دوسی لا پسی پیړی او مسلمانان یی په مقابل وازموی چه له څومره زغم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x