افغانستان

ميدان وردګو کې د واليبال پر ميدان راکټي برید مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې د نرخ ولسوالۍ ابده‌خېلو سيمه کې د واليبال پر ميدان راکټي بريد اوو نندارچيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ميدان ورګ ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته په لېږل شوې خپرپاڼه کې څرګنده کړې، چې تېره ورځ مازديګر ابده‌خېلو سيمه کې ځوانانو د واليبال لوبه کوله، چې ناببره پرې يو توغندی ولګيد.

خوږياڼی زياتوي، چې د توغنديز بريد له امله د واليبال دوه ځوان نندارچيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ويل کيږي، چې ټپيان يې د ميدان ښار مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

د ميدان ښار د مرکزي روغتون ډاکټران وايي، چې ټپيانو کې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

ځايي خلک وايي، چې دغه توغندی د ځايي نا مسؤولو وسله‌والو له خوا توغول شوی دی، مګر ازادو سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x