افغانستان

امریکايي قومندان له افغان دولت سره د پوځي تجهیزاتو په موضوع خبرو ته تیار نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): سره له دې چې افغان چارواکي اوکراین او پاکستان ته په افغانستان کې د امریکايي پوځ د تجهیزاتو له ورکړې سره مخالف دي او دا د امریکا له لوري له شويو ژمنو سره ښکاره مخالفت ګڼي. خو امریکايي لوري يې تر اوسه د څرګندونو اړوند څه نه دي ويل.

پر دې سربېره افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې د امریکا جنګي قومندان له افغان چارواکو سره اوکراین او پاکستان ته د تجهیزاتو د ورکړې اړوند له خبرو ډډه کوي او وايي چې دوی هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دي.

جنرال جان ایف کمپل ويلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ د تجهیزاتو اړوند یواځې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د پريکړې حق لري.

دا په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې مېشت امریکايي کارپوهان د پوځي تجهیزاتو په کتنه او اوکراین او پاکستان ته د هغوی په لېږد فکر کوي.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي چې اوکراین یا پاکستان ته د تجهیزاتو ورکړه د افغان پوځ د کمزوري کولو په مانا دی.

د نوموړي په خبره امریکا لاسي غواړي چې افغان پوځ تل په کمزوري حالت کې وي او د دوی مرستو ته يې سترګې نیولې وي.

تر دې وړاندې امریکا افغان حکومت ته ډاډ ورکړی و، چې د دوی د جنګي ماموریت له بشپړېدو سره به پوځي وسایل افغان لوري ته سپاري.

له بله اړخه امریکا څو ورځې وړاندې اوکراین سره ژمنه کړې وه، چې له ازادي غوښتونکو سره به يې همکاري ونه سپموي.

که څه هم افغان دولت پرلپسې غوښتي چې په دې خاوره کې استعمال شوي پوځي وسایل دي له افغان پوځ سره د مرستې په توګه دوی ته ورکړل شي، خو واشنګټن يې زاریو ته اهمیت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې دی چې نن په افغانستان کې د بهرنیانو پوځي ماموریت رسماً پای ته رسېږي او له افغانستان سره يې د «قاطع ملاتړ» دوره پیل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x