
ايساف نن د خپل نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): د امریکا په مشرۍ د ایساف نړيوال ځواکونه نن په رسمي توګه افغانستان کې د خپلو نظامي عملياتو د پای ته رسولو اعلان کوي او له دې وروسته به ملي اردو، پوليس او اربکيان له طالبانو سره جګړې کوی.
ويل کيږي، چې نن به کابل کې د ايساف له لوري د جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو په اړه يوه رسمي غونډه هم جوړه شي او د ايساف لوړپوړي مشران به افغانستان کې د نظامي ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړي.
ایساف د پنځوسو نړيوالو هیوادونو ګډه پوځي اداره ده، چې ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ کې افغانستان ته د دې لپاره راغلل، چې طالبان او د هغوی پلويان له صحنې وباسي، امنيت ټينګ کړي او د افغان عسکرو روزنه وکړي.
پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ايتلافي هېوادونو د بريد په پيل کې د ايساف نړيوال ځواکونو شمېره ۱۳۰۰۰۰ (يو لک دېرش زره) وه او د پلازمينې کابل په ګډون د هېواد په لرو پرتو سيمو کې يې د طالبانو او د هغوی د شکمنو پلويانو پر ضد ځمکنۍ او هوايي جګړه پر مخ بووله او د تېرو دوو کالو په ترڅ کې چې د ګڼو ولايتونو امنيت افغان لوري ته سپارل کېده، نو دغو ولايتونو کې په تدريجي توګه د دغو عسکرو شمېر په کمېدو وه.
د ایساف ځواکونو مرستیال مشر جرمنی ډگر جنرال ګریستین جیکوبسن ویلي چې له دې وروسته دوی افغانستان کې د جګړې لپاره نه پاتې کيږي، بلکې دلته د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې تر څنګ په ګڼو برخو کې د مرستې او همکارۍ اړتيا ده.
د ايساف په وينا ۲۰۰۱ م کال راهيسې افغانستان کې د دوی ۳۵۰۰ عسکر وژل شوي، چې ډېری يې امريکايان دي او زرګونو نور يې ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ايساف د خپلو ټپيانو شمېر رسنيو کې نه څرګندوي.
ازادې سرچينې وايي، چې افغانستان کې د ايساف د وژل شوو عسکرو شمېره له دې څو چنده زياته ده، چې ايساف يې بيانوي.
د ايساف اعلان افغان چارواکي اندېښمن کړي
دا چې ايساف څه موده وړاندې اعلان کړی و، چې د روان کال تر پايه به خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي، دې اعلان افغان چارواکي انديښمن کړي او وايي، چې د ايساف له مرستې پرته به دوی ته ناشونې وي، چې د طالبانو مقابله وکړي.
تېره اونۍ د ملي امنيت سرپرست ريس رحمت الله نبيل ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی هوايي ځواک نه لري او په شته وسايلو د طالبانو د بريدونو او چاودنو مخنيوی نه شي کولای او دا څو ورځې دوی د هوايي ځواک غوښتنه کوي، مګر څوک يې خبره نه اوري.
د رحمت الله نبيل د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې وويل، چې افغان حکومت د هوايي ځواک د نه شتون ګيلې کوي او دې ته نه ګوري، چې طالبانو سره څو جنګي الوتکې دي.
د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي، چې له باميانو او پنجشير پرته په ګردو ولايتونو کې جګړې روانې دي او د هېواد اتلسو ولايتونو کې ډېری برخې له طالبانو سره دي او طالبان د پلازمېنې کابل په ګډون پاتې نورو ولايتونو کې پراخ فعاليتونه لري او هر وخت کولای شي، چې پر کورنيو او بهرنيو عسکرو بريدونه او چاودنې وکړي او افغان ځواکونه د دې جوګه نه دي، چې د طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړي.