افغانستان

د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کي چاودني لس کسه ژوبل کړي

afghan_army_rangerنن ټکی آسیا: نن د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر رینجر موټر ماین وچاودید، چي له کبله يې د امنیتي چارواکو په وینا ۳ عسکر ټپیان شول.

د ملي اردو یو تن قوماندان سیمیزو رسنیو سره په خبرو کې د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چي د ۳ عسکرو سربیره ۷ تنه نور ملکي کسان ټپیان شوي.

دغه قوماندان چي نوم يې جګړن احمد فرید ښودل شوی،

زیاته کړې چي د ملي اردو رینجر ډوله موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی، او د پيښي ټپیان روغتون ته رسول شوي دي، خو روغتیايی حالت يې د ډاډ وړ دی.

د یادوني وړ ده چي خوست یو د هغو ولایتونو څخه دی چیري چي د وسلوالو طالبانو واک خورا زیات دی، او هر وخت په کښي د لویو لویو پيښو تر څنګ دغه سي چاودني را منځته کيږي چي پړه يې طالبان په سر اخلي، او خپل مخالف لوري ته د زیاتو تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي.

تیره ورځ هم د خوست په مرکز پوري اړونده سیمه فارم باغ کي د پولیسو پر رینجر موټر ماین وچاودید چي له کبله يې د چارواکو په وینا ۶ تنه ټپیان شوه، چي د هغو څخه ۵ پولیس او یو ملکي کس وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x